Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: طور   آیت:
اَفَسِحْرٌ هٰذَاۤ اَمْ اَنْتُمْ لَا تُبْصِرُوْنَ ۟
ښه نو دا كوډې دي كه يې تاسي وينئ نه؟
عربي تفسیرونه:
اِصْلَوْهَا فَاصْبِرُوْۤا اَوْ لَا تَصْبِرُوْا ۚ— سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
ورننوځئ (اوس) نو كه صبر كوئ او يا صبر نه كوئ، درته یو شی دي، تاسو ته ايله د هغه څه بدله دركول كيږي چې كول به مو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَعِیْمٍ ۟ۙ
بېشكه متقيان به په باغو او نعمتو كې وي.
عربي تفسیرونه:
فٰكِهِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ۚ— وَوَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟
څه چې خپل رب يې وركړي په هغو به خوشاله وي او خپل رب به يې د جهنم له عذابه وساتي.
عربي تفسیرونه:
كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ
په مزه مزه خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدله كې چې تاسو به كول.
عربي تفسیرونه:
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی سُرُرٍ مَّصْفُوْفَةٍ ۚ— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟
په كتار اېښودل شوو تختونو به تكيه وهونكي وي او له غټ سترګو [بې عیبه غټ سترګې] حورو سره به يې واده وكړو.
عربي تفسیرونه:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَمَاۤ اَلَتْنٰهُمْ مِّنْ عَمَلِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— كُلُّ امْرِىۢ بِمَا كَسَبَ رَهِیْنٌ ۟
او كومو خلكو چې ايمان راوړى او خېلخانو (اولادونو) يې هم په ايمان راوړو سره د هغوى پيروي کړې وي، خېلخانې (اولادونه) به يې هم ورسره يو ځاى كړو او له عملونو به يې هيڅ شى كم نه كړو، هر سړى به په خپل ترسره كړي عمل كې ګرو شوى وي.
عربي تفسیرونه:
وَاَمْدَدْنٰهُمْ بِفَاكِهَةٍ وَّلَحْمٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟
او موږ به زياتوالى وركړو په مېوه او غوښه سره، له هر څه نه يې چې زړه غواړي.
عربي تفسیرونه:
یَتَنَازَعُوْنَ فِیْهَا كَاْسًا لَّا لَغْوٌ فِیْهَا وَلَا تَاْثِیْمٌ ۟
(په ټوكو ټوکو) به له يو بل نه داسې ګيلاسونه اخلي چې نه به چټيات پكې وي او نه ګناه.
عربي تفسیرونه:
وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَاَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُوْنٌ ۟
او پرهغوى به داسې هلكان چاپېره ګرځي راګرځي لكه ساتل شوې مرغلرې.
عربي تفسیرونه:
وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
او په خپلو كې به يو بل ته مخ اړوي يوبل به پوښتي.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِیْۤ اَهْلِنَا مُشْفِقِیْنَ ۟
وايي به بېشكه موږ مخکې لا خپلو كورونو كې (له عذابه) ډارېدلو.
عربي تفسیرونه:
فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَوَقٰىنَا عَذَابَ السَّمُوْمِ ۟
خو الله احسان راباندې وكړ او د ګرم عذابه يې وساتلو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوْهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیْمُ ۟۠
موږ به مخكې د هغه عبادت كولو، يقيناً همغه ښېګڼې والا مهربان دى.
عربي تفسیرونه:
فَذَكِّرْ فَمَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَّلَا مَجْنُوْنٍ ۟ؕ
نو نصيحت كوه، ځكه چې ته د خپل پالونکي په لورېينه نه فال ګر يې او نه لېونى.
عربي تفسیرونه:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهٖ رَیْبَ الْمَنُوْنِ ۟
آيا هغوى وايي: شاعر دى، موږ به هغه ته د زمانې د پېښو انتظار كوو.
عربي تفسیرونه:
قُلْ تَرَبَّصُوْا فَاِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُتَرَبِّصِیْنَ ۟ؕ
ورته ووايه: انتظار كوئ! زه هم يقيناً تاسو ته انتظار كوونكى يم.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: طور
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول