Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: انعام   آیت:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَلَمْ یَلْبِسُوْۤا اِیْمَانَهُمْ بِظُلْمٍ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْاَمْنُ وَهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟۠
نو هماغه خلك چې ايمان يې راوړى او خپل ايمان يې له ظلم (شرك) سره نه وي ګډ كړى د همدوى لپاره امنيت (نجات) دى او همدوى په سمه لار برابر دي.
عربي تفسیرونه:
وَتِلْكَ حُجَّتُنَاۤ اٰتَیْنٰهَاۤ اِبْرٰهِیْمَ عَلٰی قَوْمِهٖ ؕ— نَرْفَعُ دَرَجٰتٍ مَّنْ نَّشَآءُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟
او همدا زموږ حجت و چې ابراهيم ته مو د هغه د قوم په مقابل كې وركړى ؤ، چاته چې وغواړو درجي يې اوچتوو، بې شكه ستا رب د حكمت والا پوه دى.
عربي تفسیرونه:
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ ؕ— كُلًّا هَدَیْنَا ۚ— وَنُوْحًا هَدَیْنَا مِنْ قَبْلُ وَمِنْ ذُرِّیَّتِهٖ دَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ وَاَیُّوْبَ وَیُوْسُفَ وَمُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ
او هغه ته مو اسحاق او يعقوب وركړ، هر يوه ته مو سمه لاره وښوده او نوح ته مو لا وړاندې لارښوونه كړې وه او د هغه له اولادې مو داود، سليمان، ايوب، يوسف، موسى او هارون (ته هدايت كړى ؤ) او په همدې شان نېك عملو ته بدله وركوو.
عربي تفسیرونه:
وَزَكَرِیَّا وَیَحْیٰی وَعِیْسٰی وَاِلْیَاسَ ؕ— كُلٌّ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟ۙ
او زكريا، يحيى، عيسى او الياس دا ټول له نېكانو څخه وو.
عربي تفسیرونه:
وَاِسْمٰعِیْلَ وَالْیَسَعَ وَیُوْنُسَ وَلُوْطًا ؕ— وَكُلًّا فَضَّلْنَا عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ
او اسماعيل، اليسع، يونس او لوط او هر يو مو پر نړيوالو غوره ګرځولى و.
عربي تفسیرونه:
وَمِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ وَاِخْوَانِهِمْ ۚ— وَاجْتَبَیْنٰهُمْ وَهَدَیْنٰهُمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
او همداسې له پلرونو، خېلخانو او وروڼو يې او دوى ټول مو غوره كړي او سمې لارې ته برابر كړي وو.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ هُدَی اللّٰهِ یَهْدِیْ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَلَوْ اَشْرَكُوْا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
دا د الله هدايت دى، په دې سره له خپلو بندګانو چاته چې غواړي سمه لار ښايي، او كه چېرې يې شرك كړى واى نو خامخا به يې عملونه عبث تللي وو.
عربي تفسیرونه:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ۚ— فَاِنْ یَّكْفُرْ بِهَا هٰۤؤُلَآءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّیْسُوْا بِهَا بِكٰفِرِیْنَ ۟
دوى هغه كسان دي چې كتاب، حكم (يا پوهه) او نبوت مو وركړى و نو (اوس) كه دا خلك يې نه مني نو (دا دى بل) يوه داسې قوم ته مو وسپارلو چې له هغه منكران نه دي.
عربي تفسیرونه:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ هَدَی اللّٰهُ فَبِهُدٰىهُمُ اقْتَدِهْ ؕ— قُلْ لَّاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ اَجْرًا ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٰی لِلْعٰلَمِیْنَ ۟۠
دوى هغه خلك وو چې الله ورته هدايت كړى و نو ته هم په هماغو پسې ځه، ورته وايه: له تاسو نه په دې (تبلېغ) څه بدله نه غواړم، دا بل څه نه، ګردو نړيوالو ته يو نصيحت دى.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: انعام
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول