Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

د معناګانو ژباړه سورت: انسان   آیت:
وَمِنَ الَّیْلِ فَاسْجُدْ لَهٗ وَسَبِّحْهُ لَیْلًا طَوِیْلًا ۟
او د شپې هم سجده ورته كوه او تسبيح يې وايه د شپې په اوږدو كې.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ یُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ وَیَذَرُوْنَ وَرَآءَهُمْ یَوْمًا ثَقِیْلًا ۟
په رېښتيا دغه خلك بيړنى شى خوښوي او (راتلونكى) درنه ورځ تر شا پرېږدي.
عربي تفسیرونه:
نَحْنُ خَلَقْنٰهُمْ وَشَدَدْنَاۤ اَسْرَهُمْ ۚ— وَاِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَاۤ اَمْثَالَهُمْ تَبْدِیْلًا ۟
هغوى خو موږ پيدا كړي او موږ يې اندامونه (بندونه) ورټينګ كړي او كله چې موږ وغواړو په بدل كې به يې نور د هغوى غوندې راولو.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟
بېشكه دا يو نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي لوري ته دې لار ونيسي.
عربي تفسیرونه:
وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟
او د الله له خوښې پرته تاسې څه نه شئ غوښتی، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځيرك دى.
عربي تفسیرونه:
یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمِیْنَ اَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
چاته يې چې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او د ظالمانو لپاره يې دردوونكى عذاب چمتو كړى دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: انسان
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

دا ژباړه د مرکز رواد الترجمة ټیم لخوا د ربوہ د تبلیغ ټولنې او د اسلامي منځپانګې د خدماتو ټولنې په همکارۍ شوې.

بندول