Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: ماعون   آیت:

ماعون

اَرَءَیْتَ الَّذِیْ یُكَذِّبُ بِالدِّیْنِ ۟ؕ
ایا ته هغه کسان پیژني چې د جزا او سزا ورځ درواغ ګڼي.
عربي تفسیرونه:
فَذٰلِكَ الَّذِیْ یَدُعُّ الْیَتِیْمَ ۟ۙ
دا خلک یتیم رټي.
عربي تفسیرونه:
وَلَا یَحُضُّ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ؕ
او مسکین ته خوراک ورکول نه هڅوي.
عربي تفسیرونه:
فَوَیْلٌ لِّلْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ
نو لمونځ کوونکي هلاک شول.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْنَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُوْنَ ۟ۙ
هغوی چې له لمانځه څخه غافله دي[۱۸].
[۱۸] ـ په وخت یې نه کوي تل یې نکوي د ارکانو او شرایطو یې هیڅ پاک نه لري(کابلی تفسیر).
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْنَ هُمْ یُرَآءُوْنَ ۟ۙ
دا هغه کسان دي چې د ځان ښوونه کوي.
عربي تفسیرونه:
وَیَمْنَعُوْنَ الْمَاعُوْنَ ۟۠
او د خیر هر څه منع کوي.[۱۹]
[۱۹] ـ د ضرورت کوچني څیزونه لکه مالګه،اورلګښت ګیلاس او نور چې ګاونډې یې یو بل ته سره ورکوي(کابلی تفسیر)
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: ماعون
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول