Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: یوسف   آیت:
قَالَ مَعَاذَ اللّٰهِ اَنْ نَّاْخُذَ اِلَّا مَنْ وَّجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِذًا لَّظٰلِمُوْنَ ۟۠
یوسف وویل له الله پناه ده چې مونږ پرته له هغه چا چې لوښی مو ورسره میندلی بل څوک د هغه پر ځای ونیسو که مونږ دا کار وکړ نو مونږ به ظالمان وو.
عربي تفسیرونه:
فَلَمَّا اسْتَیْـَٔسُوْا مِنْهُ خَلَصُوْا نَجِیًّا ؕ— قَالَ كَبِیْرُهُمْ اَلَمْ تَعْلَمُوْۤا اَنَّ اَبَاكُمْ قَدْ اَخَذَ عَلَیْكُمْ مَّوْثِقًا مِّنَ اللّٰهِ وَمِنْ قَبْلُ مَا فَرَّطْتُّمْ فِیْ یُوْسُفَ ۚ— فَلَنْ اَبْرَحَ الْاَرْضَ حَتّٰی یَاْذَنَ لِیْۤ اَبِیْۤ اَوْ یَحْكُمَ اللّٰهُ لِیْ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ ۟
نو کله چې له پاچا نه مایوسه شول په یوه ګوښه کې يې سره مشوره وکړه. مشر يې وویل ایا تاسې ته معلومه نه ده چې پلار مو در څخه د الله په نوم کلک تعهد اخیستی او له دې وړاندې تاسو د یوسف په هکله هم هغه ته پاتې راغلي واست، نو زه به تر هغو همدلته وم چې یا راته پلار اجازه وکړي او یا الله پاک د حل کومه لار راوباسي. الله پاک له ټولو حکم کوونکو نه غوره حاکم دی.
عربي تفسیرونه:
اِرْجِعُوْۤا اِلٰۤی اَبِیْكُمْ فَقُوْلُوْا یٰۤاَبَانَاۤ اِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ ۚ— وَمَا شَهِدْنَاۤ اِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَیْبِ حٰفِظِیْنَ ۟
تاسې پلار ته ولاړ او ورته ووايې چې پلار جانه! ځوی دې غلا وکړه او مونږ یوازې هغه څه وایو چې مونږږ پرې[۶] پوه یو او د غیبو ساتونکي خو مو مونږ نه یو.
[۶]هڅه وکه چې له ځان سره يې یوسي خو یعقوب نه منله ترورني خپل ملابند د یوسف په ملا کې وتاړه او بیا يي شور او فریاد وکړ چې ملا بند مې ورک دی چې ملابند له یوسف سره ښکاره شو نو له ځان سره يي یووړ او تر څو چې ژوندی وه یوسف ورسره وو( تفسیر الماوردی).
عربي تفسیرونه:
وَسْـَٔلِ الْقَرْیَةَ الَّتِیْ كُنَّا فِیْهَا وَالْعِیْرَ الَّتِیْۤ اَقْبَلْنَا فِیْهَا ؕ— وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟
له هغه د کلي[۷] نه پوښتنه وکړه چې مونږ پکې وو او له هغه کاروان نه پوښتنه وکړه چې مونږ ورسره را روان وو. او مونږ بالک رښتیا وایو.
[۷] مونږ دا نه وایو چې بنیامین رښتیا غلا کړی بلکې مونږ یو چې همدا وایو چې جام دده په بار نه راووتلو ځکه مونږ په خپلو سترګو ولیدلو یا مونږ له تاسر هوعده کړې وه چې مونږ به يې ساتو خو له دې نه و خبر چې د غلا پیښه به منځ ته رځي چې له مونږ د غله د جزا پوښتنه وشو مونږ د خپل علم رڼا کې د ابراهیمي شریعت هغه جزا وروښوله چې غله ته ټاکل شوي مونږ له دې نه خبر وو چې غلا به ده کړي وي( تفسیر الماوردی)
عربي تفسیرونه:
قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ اَنْفُسُكُمْ اَمْرًا ؕ— فَصَبْرٌ جَمِیْلٌ ؕ— عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّاْتِیَنِیْ بِهِمْ جَمِیْعًا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ ۟
یعقوب وویل: نه بلکې ستاسې نفسونه تاسې ته یو لوی کار اسنا کړی دی نو زما پر صبر دی او ښه صبر. الله ته ګرانه نه ده چې زما ټول ځامن ماته راولي بې له شکه چې هغه پر هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
وَتَوَلّٰی عَنْهُمْ وَقَالَ یٰۤاَسَفٰی عَلٰی یُوْسُفَ وَابْیَضَّتْ عَیْنٰهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِیْمٌ ۟
بیا له هغوی نه یو اړخ ته شو او ویې ویل هۍ هۍ یوسفه! له غمه يې د سترګو ترو، سپین او غم خوړونکی وو.
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا تَاللّٰهِ تَفْتَؤُا تَذْكُرُ یُوْسُفَ حَتّٰی تَكُوْنَ حَرَضًا اَوْ تَكُوْنَ مِنَ الْهٰلِكِیْنَ ۟
ځامنو يې وویل: قسم په الله چې ته یوسف له خولې نه غورځوې نژدې ده چې مرګ ته ورنژدې او یا له مینځه ولاړ شې.
عربي تفسیرونه:
قَالَ اِنَّمَاۤ اَشْكُوْا بَثِّیْ وَحُزْنِیْۤ اِلَی اللّٰهِ وَاَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
یعقوب وویل: زه خپل غم او خفګان یوازې یو الله ته څرګندوم او د الله له لورې ماته هغه څه ښوول شوي دي چې تاسې پرې نه پوهیږئ.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: یوسف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول