[۱۹] له قهر نه يې خپلې ګوتې په خوله او په قهر يې خبرې وکړي. او یا يې معنی ده چې: له ډیرې مستۍ او لیونتوب نه يې د پیغمبرانو په خولو، ګوتې ور دننه او د هغو د چوپ کولو هڅه يې وکړه ( ابن جریر الطبری).
[۲۰] جنتیان جنت ته او دوزخیان دوزخ ته ولاړ شي ( ابن جریر الطبری).
[۲۱] د شیطان له خبرو وروسته الله پریکړه کوي چې شیطان او منونکي يي دواړه ظالمان دي.
[۲۲] سلام په دنیا کې د روغتیا غوښتلو دعا د او په اخرت کې د ورغتیا او سلامتیا میندلو مبارکي ده.
[۲۳] په دنیا کې يې په اسلام ټینګوي او له مرګ وروسته يي د قبر او قیامت په سوال ځواب کې بریمن کوي( تفهیم القران).
[۲۴] ته کولای شي چې له ګناهونو سره يي وبښي او یا ته د توبي توان ورکړې چې توبه وباسي او ته يي وبښي( البحر المحیط لابي حیان الاندلسي الغرناطي).
[۲۵] که دا دعاء يې د هغوی په ژوند کې کړی وي نو عني يي ده چې مؤمنا يي کړه چې ته يي وبښي او که له مرګ نه وروسته يي کړې وي نو له منع کیدلو نه له مرګ وروسته بیرته را ژوندی شو. وړاندې به يي کړې وي ځکه د الله له لورې له منخ کیدلو وروسته يې کافر ته دعا نه ده کړي( البحر المحیط لابی حیان الاندلسي الغر ناطي.)
[۲۶] چې( البحر المحیط لابي حیان الاندلسي الغر ناطي).
[۲۷] د الله واکمنۍ ته هیڅ تاوان نشي رسولای او ځینو علماوو يي معنا کړي چې دوکي يي هومره پیاوړي وي چې نژدې وو غرونه پرې ونړوۍ خو الله ناکامي کړې( البحر المحیط لابي حیان الاندلسیي الغرناطي).