Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (33) سورت: اسراء
وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُوْمًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِیِّهٖ سُلْطٰنًا فَلَا یُسْرِفْ فِّی الْقَتْلِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مَنْصُوْرًا ۟
او هغه نفس مه وژنئ چې الله يې وژل حرام کړي دي. مګر په حق[۶] سره يي وژلی شئ. او څوک چې مظلوم وژل شوی وي مونږ يي وارث ته د غچ غوښتنې توان [۷] ورکړی دی نو باید په وژنه کې له پولي وانه وړي.[۸] بې له شکه له ده سره کومک کړی شوی دی.
[۶] فقهاوو دری ځایه ښوولي: الف: قصاص ب: د واده والا چې زنا وکړي ج: مرتد.
[۷] د الله له خوا قانوني حق ورکړ شو او حکومت مکلف دی چې حق يي پوره کړي.
[۸] اسراف یعنې چې د یو پر ځای ډیر ووژنۍ یا د قاتل پر ځای د قاتل د کورنۍ بل غړی ووژنئ ( تفسیر الماوردی).
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه آیت: (33) سورت: اسراء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول