Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (52) سورت: حج
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَّسُوْلٍ وَّلَا نَبِیٍّ اِلَّاۤ اِذَا تَمَنّٰۤی اَلْقَی الشَّیْطٰنُ فِیْۤ اُمْنِیَّتِهٖ ۚ— فَیَنْسَخُ اللّٰهُ مَا یُلْقِی الشَّیْطٰنُ ثُمَّ یُحْكِمُ اللّٰهُ اٰیٰتِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟ۙ
او ای محمده!مونږ چې له تا وړاندې هر رسول او نبي لیږلی او د څه هیله یې کړې ده،نو شیطان د هغه د هیلو[۲۱]په لار کې خنډونه اچولي دي خو الله د شیطان ټول اچولي خنډونه له مینځه وړي. او بالاخره خپل ایتونه کلک پر ځای دروي.او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
[۲۱] ـ د تمنی یوه معنی همداده چې مونږ کړې او د پیغمبر هیله همدا وي چې دین یي بریمن شي بله معنا یي لوست او تلاوت دی.او د ایت معنا به بیا دا شي چې پیغمبر چې هر څه لوستلي دي. شیطان تشویشونه او اشتباه ګانې اچولي چې خلک یې ونه مني خو الله پاک د شیطان اچول شوي تشویشونه له منځه وړي او خپل دین يي بریمن کړی دی ددی ایت په هکله ځینو معتبرو تفسیرونو ځینې اسرائیلي روایتونه نقل کړی دي چې د احادیثو علماوو هغه ټول درواغ ګڼلي دي د زیات تفصیل لپاره د شیخ الهند کابلی تفسیر او مولانا مودودي تفسیر باید وکتل شي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه آیت: (52) سورت: حج
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول