Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (58) سورت: نور
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِیَسْتَاْذِنْكُمُ الَّذِیْنَ مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ وَالَّذِیْنَ لَمْ یَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلٰثَ مَرّٰتٍ ؕ— مِنْ قَبْلِ صَلٰوةِ الْفَجْرِ وَحِیْنَ تَضَعُوْنَ ثِیَابَكُمْ مِّنَ الظَّهِیْرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلٰوةِ الْعِشَآءِ ۫ؕ— ثَلٰثُ عَوْرٰتٍ لَّكُمْ ؕ— لَیْسَ عَلَیْكُمْ وَلَا عَلَیْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ ؕ— طَوّٰفُوْنَ عَلَیْكُمْ بَعْضُكُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو! ستاسې غلامان او ستاسې هغه کوچنیان چې بلوغ ته نه وي رسیدلي په دریو وختونو کې باید له اجازې اخیستلو وروسته در شي. سهار له لمانځه وړاندې او غرمه چې کله تاسې جامې وباسئ. او د ماخستن لمانځه وروسته. بس دا درې وختونه ستاسې د ځان بربنډولو وختونه دي. او له دې دریو وختونو پرته نه پر تاسې څه ګناه شته او نه پر هغوی ـ ځکه ستاسې یو بل ته بیا، بیا تګ راتګ وي. په همدې توګه الله پاک تاسې ته ایاتونه څرګندوي. او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه آیت: (58) سورت: نور
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول