د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
36 : 29

وَاِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا ۙ— فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَارْجُوا الْیَوْمَ الْاٰخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟

او مونږ مدین ته د هغوی ورور شعیب ولیږه. شعیب هغوی ته وویل: ای زما قومه! د یو الله عبادت وکړئ او د وروستۍ ورځې د نیکبختیو هیله من اوسئ او په ځمکه کې د فساد هڅې مه کوئ. info
التفاسير: