Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: لقمان   آیت:

لقمان

الٓمّٓ ۟ۚ
الم.
عربي تفسیرونه:
تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ
دا له حکمتونو څخه د ډک کتاب ایتونه دي.
عربي تفسیرونه:
هُدًی وَّرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ
د نیکو کارو لپاره هدایت او رحمت دی.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ
د هغو کسانو لپاره چې لمونځ ودروي.زکات ورکوي او په اخرت باور لري.
عربي تفسیرونه:
اُولٰٓىِٕكَ عَلٰی هُدًی مِّنْ رَّبِّهِمْ وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
همدغه خلک د خپل رب له لورې پر سمه دي او همدوي خلاصیدونکي دي.
عربي تفسیرونه:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّشْتَرِیْ لَهْوَ الْحَدِیْثِ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۖۗ— وَّیَتَّخِذَهَا هُزُوًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟
او په انسانانو کې داسې شته چې بابیزه خبرې پيري تر څو خلک د الله له لارې نه په بي علمی سره واړه وي. او د الله لار په ملنډو او مسخرونیسي.نو د همدغو خلکو لپاره سپکوونکې عذاب دی.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا وَلّٰی مُسْتَكْبِرًا كَاَنْ لَّمْ یَسْمَعْهَا كَاَنَّ فِیْۤ اُذُنَیْهِ وَقْرًا ۚ— فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟
او کله چي پرې زمونږ ایاتونه ولوستل شي په ډیر غرور او لویې سره په داسې شان مخ اړوي لکه چې له سره یي اوریدلي نه وي ګواکې غوږونه یې درانه دي.نو د دردناک عذاب زیرې ورکړه.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ جَنّٰتُ النَّعِیْمِ ۟ۙ
بي له شکه چې چا ایمان راوړی او نیکې کړنې یې خپلې کړي د هغوی لپاره له نعمتونو ډک جنتونه دي.
عربي تفسیرونه:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَعْدَ اللّٰهِ حَقًّا ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
تل به هملته وي.دا د الله پخه وعده ده.او هغه پر هر څه برلاسې او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
خَلَقَ السَّمٰوٰتِ بِغَیْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَاَلْقٰی فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِیْهَا مِنْ كُلِّ دَآبَّةٍ ؕ— وَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِیْمٍ ۟
اسمانونه یې پرته له ستنو چې تاسې یي ووینئ پیدا کړي او په ځمکه کې یې درانه میخونه ټک وهلي هسې نه چې پر تاسې ولړزیږي.او هم یې پکې هر دول خوځنده څيزونه خواره کړي دي.او مونږ یو چې له پاسه مو اوبه راښکته کړي او هر ډول ښکلي او غوره جوړې مو په ځمکه کي رازرغوني کړي دي.
عربي تفسیرونه:
هٰذَا خَلْقُ اللّٰهِ فَاَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖ ؕ— بَلِ الظّٰلِمُوْنَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟۠
دا د الله پیدایښت دی.ماته وښايي چې له الله نه پرته نورو خدایانو څه پيدا کړي دي؟هو!ښکاره خبره همداده چې ظالمان په څرګنده ګمراهۍ کې غورځیدلي دي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: لقمان
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول