Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: یس   آیت:

یس

یٰسٓ ۟ۚ
یس.
عربي تفسیرونه:
وَالْقُرْاٰنِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ
قسم په قران حکیم.
عربي تفسیرونه:
اِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
بې له شکه ته له رسولانو څخه يې.
عربي تفسیرونه:
عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟ؕ
پر سمه لار يې.
عربي تفسیرونه:
تَنْزِیْلَ الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ
دا قران د برلاسي او مهربان خدای له لورې نازل شوی دی.
عربي تفسیرونه:
لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اُنْذِرَ اٰبَآؤُهُمْ فَهُمْ غٰفِلُوْنَ ۟
تر څو هغه قوم وډاروې چې پلرونه يي لا هم چا نه وو ډارولي نو ځکه هغوی په غفلت کې دي.
عربي تفسیرونه:
لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلٰۤی اَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
په ډیرو يي خبره پخه شوي ده نو ځکه ایمان نه راوړي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا جَعَلْنَا فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ اَغْلٰلًا فَهِیَ اِلَی الْاَذْقَانِ فَهُمْ مُّقْمَحُوْنَ ۟
مونږ يي په غاړو کې ځنځیرونه اچولي او تر زنو مو کش کړي دي. نو سرونه پورته نیولي ولاړ دي.
عربي تفسیرونه:
وَجَعَلْنَا مِنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ سَدًّا وَّمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَاَغْشَیْنٰهُمْ فَهُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ ۟
مونږ یو دیوال د هغوی په مخ او بل مو د هغوی په شا کې درولی دی. نو هغوی پکې رانغښتي او هیڅ نه ویني.
عربي تفسیرونه:
وَسَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
هغوی ته یو شان ده چې ويې ډاروې او که نه؟ ایمان نه راوړي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ ۚ— فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَّاَجْرٍ كَرِیْمٍ ۟
ته یوازې هغه څوک ښه ډارولای شې چې: پند مني، او له نالیدلي رحمن نه ډاریږي. نو دا وړ خلکو د بښنې او غوره اجر زیر ورکړه.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا نَحْنُ نُحْیِ الْمَوْتٰی وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوْا وَاٰثَارَهُمْ ؔؕ— وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ فِیْۤ اِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟۠
او همدا مونږ یو چې مړي راژوندي کوو او د هغوی ټول وړاندې لیږل شوي کارونه او هغه چې وروسته ترې پاتې دي له یوې مخې لیکو. او مونږ هر څه په یوه څرګنده لیکنه کې تر شمیر لاندې راوستلي دي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: یس
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

پښتو ژبې ته د قرآن کریم د معناګانو ژباړه، د مولوي جانباز سرفراز لخوا ژباړل شوې ده.

بندول