Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: ص   آیت:
وَقَالُوْا مَا لَنَا لَا نَرٰی رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِّنَ الْاَشْرَارِ ۟ؕ
او بیا به سره ووايي: مونږ ولې هغه سړي نه وینو چې مونږ به په دنیا کې اشرار ګڼل؟
عربي تفسیرونه:
اَتَّخَذْنٰهُمْ سِخْرِیًّا اَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْاَبْصَارُ ۟
ایا مونږ به پرې ملنډې وهلي؟ او که اوس ترې سترګې چپې شوي دي؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّ ذٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ اَهْلِ النَّارِ ۟۠
هو! خامخا به دا وړ جګړې د دوزخیانو ترمینځ روانې وي.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مُنْذِرٌ ۖۗ— وَّمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟ۚ
ای محمده! ووایه چې زه یو ډاروونکی یم. او پرته له یو الله چې پر هر څه زورور او ډیر قهرجن دی بل هیڅ رب نشته.
عربي تفسیرونه:
رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ ۟
د اسمانونو، ځمکې او د هغوی ترمینځ څیزونو رب، په هر څه برلاسی او ښه بښونکی دی.
عربي تفسیرونه:
قُلْ هُوَ نَبَؤٌا عَظِیْمٌ ۟ۙ
ای محمده! ووایه چې دا قران لویه خبره ده.
عربي تفسیرونه:
اَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُوْنَ ۟
خو تاسې ترې مخ اړوونکي يې.
عربي تفسیرونه:
مَا كَانَ لِیَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَاِ الْاَعْلٰۤی اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ ۟
ماته د پورتنی عالم د خپل مینځي بحثونو او مناقشو په هکله هیڅ معلومات نشته.
عربي تفسیرونه:
اِنْ یُّوْحٰۤی اِلَیَّ اِلَّاۤ اَنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
ماته یوازې همدا یوه خبره وحي کیږي چې زه یو ښکاره ډاروونکی یم.
عربي تفسیرونه:
اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ طِیْنٍ ۟
هغه رایاد کړه چې ستا رب ملایکو ته وویل: زه له خټې یو بشر پیدا کوم.
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟
کله مې چې هغه په بشپړ ډول برابر او خپل روح مې پکې پو کړ نو تاسې ورته په سجده پریوځئ.
عربي تفسیرونه:
فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ
هغه وو چې ګردو ملایکو له یوی مخې سجده وکړه.
عربي تفسیرونه:
اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اِسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
خو یوازې ابلیس لويي وکړه او له کافرانو څخه ؤ.
عربي تفسیرونه:
قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا مَنَعَكَ اَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِیَدَیَّ ؕ— اَسْتَكْبَرْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِیْنَ ۟
الله وفرمایل: ابلیسه! ته څه پرې نښوولې چې هغه چا ته سجده وکړې چې ما په خپلو دواړو لاسونو جوړ کړی دی؟ ایا تکبر کوې؟ او که له لویانو نه يي؟
عربي تفسیرونه:
قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ؕ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟
ابلیس وویل: زه له هغه نه غوره یم ځکه چې زه دې له اور او هغه دې له خټې نه پیدا کړی دی.
عربي تفسیرونه:
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙۖ
الله وفرمایل: نو ووځه ته رټل شوی يې.
عربي تفسیرونه:
وَّاِنَّ عَلَیْكَ لَعْنَتِیْۤ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟
او تر قیامته پر تا زما لعنت دی.
عربي تفسیرونه:
قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
ابلیس وویل: ای زما ربه! د بیا ژوندي راپورته کیدلو تر ورځې مهلت راکړه.
عربي تفسیرونه:
قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ
الله وفرمایل: ښه ده ته له مهلت ورکړی شوو نه يې.
عربي تفسیرونه:
اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟
تر ټاکلې ورځې پورې.
عربي تفسیرونه:
قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
ابلیس وویل: ستا په عزت دی زما قسم وي چې زه به دوی ټول وښویوم.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟
خو پرته ستا له سوچه کړو شوو بنده ګانو.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: ص
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول