Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: زمر   آیت:
وَبَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او د خپلو کړنو بدې نتیجې به ور څرګندې شي او هغه څه به ترې چاپیر شي چې دوی پرې ملنډې وهلې
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ؗ— ثُمَّ اِذَا خَوَّلْنٰهُ نِعْمَةً مِّنَّا ۙ— قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ ؕ— بَلْ هِیَ فِتْنَةٌ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
انسان ته چې کله هم کوم کړاو ورسیږي نو مونږ بلي او چې د خپلې لورینې له مخې پرې پیرزوینه وکړو نو بیا وايې دا خو زما د پوهې له مخې راکړای شوي دي نه داسې نه ده بلکې دا یو ازمیښت دی خو د هغوی زیات خلک نه پوهیږې.
عربي تفسیرونه:
قَدْ قَالَهَا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
همدا وړ خبره له دوی نه وړاندې خلکو هم کړې وه خو عملونو يې د هیڅ عذاب مخه ونه نیولای شوه.
عربي تفسیرونه:
فَاَصَابَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا ؕ— وَالَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ هٰۤؤُلَآءِ سَیُصِیْبُهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا ۙ— وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟
او د کړنو بدې نتیجې يي ور ورسیدې. او په همدې توګه به ستا د قوم خلکو ته هم چې بدي يې کړې ده د خپلو بدو اعمالو نتیجې خامخا رسیږي او دوی مونږ نشي بې وسې کولی.
عربي تفسیرونه:
اَوَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
ایا په دې نه دې پوه چې: د الله چاته خوښه شي نو ښه پراخه روزي ورکوي او په چا يې تنګوي. په رښتیا چې په دې کې د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي لويي نښې دي.
عربي تفسیرونه:
قُلْ یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
ای پیغمبره! زما هغو بنده ګانو ته چې پر ځانونو ي تیری کړی دی ووایه چې د الله له رحمت نه مه مایوسه کیږئ. ځکه چې الله ټول ګناهونه بښي او بې شکه چې هغه ښه بښونکی او ډیر مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
وَاَنِیْبُوْۤا اِلٰی رَبِّكُمْ وَاَسْلِمُوْا لَهٗ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ ۟
او له هغه نه وړاندې خپل رب ته پناه یوسئ او پوره غاړه ورته کیږدئ چې عذاب درته راشي که نه نو بیا به هیڅ ډول ملاتړ درسره نه شي کیدلی.
عربي تفسیرونه:
وَاتَّبِعُوْۤا اَحْسَنَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَّاَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
او د هغه ښې خبرې ومنې چې تاسې ته د خپل رب له لورې نازلې شوي دي. پخوا له دې چې ناببره درته عذاب راشي او تاسې ترې ناخبره واست.
عربي تفسیرونه:
اَنْ تَقُوْلَ نَفْسٌ یّٰحَسْرَتٰی عَلٰی مَا فَرَّطْتُ فِیْ جَنْۢبِ اللّٰهِ وَاِنْ كُنْتُ لَمِنَ السّٰخِرِیْنَ ۟ۙ
هسې نه چې بیا به وایي: افسوس زما پر بې پروايي چې د الله په هکله مې کړې ده او په رښتیا چې زه له ملنډو وهونکو څخه وم.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: زمر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول