Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (176) سورت: نساء
یَسْتَفْتُوْنَكَ ؕ— قُلِ اللّٰهُ یُفْتِیْكُمْ فِی الْكَلٰلَةِ ؕ— اِنِ امْرُؤٌا هَلَكَ لَیْسَ لَهٗ وَلَدٌ وَّلَهٗۤ اُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ ۚ— وَهُوَ یَرِثُهَاۤ اِنْ لَّمْ یَكُنْ لَّهَا وَلَدٌ ؕ— فَاِنْ كَانَتَا اثْنَتَیْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثٰنِ مِمَّا تَرَكَ ؕ— وَاِنْ كَانُوْۤا اِخْوَةً رِّجَالًا وَّنِسَآءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْاُنْثَیَیْنِ ؕ— یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اَنْ تَضِلُّوْا ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠
ای محمده! له تا څخه د بې سټې په هکله پوښتنه کوي ورته ووایه چې الله پاک د بې سټې په هکله په لاندې تفصیل معلومات درکوي چې: که سړی مړ شو او اولاد ترې نه وو پاتې خو یوه خور یې درلوده نو خور یې د ټول مال نیمایې برخه وړي، او ورور د خپلې هغې خور ټول میراث وړي چې له هغې څخه بچي نه وي پاتې او که خورګانې دوه وي نو دواړه د ټول مال دوه په درې برخه وړي او که وروڼه او خوینې ډیر ترې پاتې وو نو هر نر د دوه ښځو په اندازه برخه وړي الله پاک هر څه په بشپړ ډول بیانوي تر څو تاسې بې لارې نه شئ او الله پاک ډير ښه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه آیت: (176) سورت: نساء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول