[۲] دا مفهوم د سورت بقری په ۲۸ ایت کې داسې بیان شوی، تاسې څرنګه له الله نه منکریږئ. سره له دې چې تاسې مړه وئ ژوندي يې کړئ بیا مو مړه کوي او بیا مو ژوندي کوي. نو دقیامت په ورځ دا څلور واړه مرحلې پوره شي.
[۷] ددې خبرې ډیر تاویلو ته شوي دي. ته په دنیا کې د چا بلنه منلی شي او نه په اخرت کې، نه په دنیا کې چاته ګټه او تاوان رسولی شي او نه په اخرت کې نه په دنیا کې د چا سپارښت کولای شي او نه په اخرت کې، هغوی نه په دنیاک کې د خدایي دعوا کړي وه او نه به يي په اخرت کې وکړي، بلکې خلک په زور خدایان ګرځولي دي( تفسیر الماوردی، او فتح القدیر)
[۸] یا به تا په ژوند کې بریمن او هغوی به ماتې خوري او که په ژوند کې دي دا کار ونه شو تاسو او هغوی ټول به ماته راځۍ هلته به ضرور ستاسې بدل واخلم( ابن جریرالطبری)
[۹] په قران کریم کې یوازې د ۲۵ پیغمبرانو حال بیان شوی دی( تفسیر ابن کثیر) د سورت النساء ۶۴ایت.
[۱۰] د پیغمبرانو تعلیماتو ته يي هیڅ پاملرنه ونکړه او د خپلو موجودو رواجونو او علومو په ټینګولو کې يي خوښي ښکاره ( البحرالمحیط فی التفسیر)