Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: زخرف   آیت:
وَاِنَّهٗ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُوْنِ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
او بې له شکه چې عیسی په خپله د قیامت ښوونه او پوهه ده نو تاسې به قیامت کې هیڅ شک مه کوئ او زما مننه وکړئ همدغه روغه او سمه لار ده.
عربي تفسیرونه:
وَلَا یَصُدَّنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟
او باید شیطان مو له لارې څخه وانه اړوي. په رښتیا چې هغه ستاسې ښکاره دښمن دی.
عربي تفسیرونه:
وَلَمَّا جَآءَ عِیْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُمْ بِالْحِكْمَةِ وَلِاُبَیِّنَ لَكُمْ بَعْضَ الَّذِیْ تَخْتَلِفُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟
او کله چې عیسی له ښکاره معجزو سره هغوی ته راغی نو ویي ویل: زه له حکمت سره تاسې ته راغلی یم. ترڅو ځینې هغه څه درته څرګند کړم چې تاسې پکې اختلاف کوئ. نو له الله وډار شئ او زما مننه وکړئ.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ هُوَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟
بې شکه چې الله زما رب دی او ستاسې هم نو یوازې د هغه عبادت وکړئ سمه لار یوازې همدا ده.
عربي تفسیرونه:
فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ عَذَابِ یَوْمٍ اَلِیْمٍ ۟
خو مختلفو پرګنو او ډلو په خپلو مینځونو کې اختلاف وکړ. نو د هغو خلکو چې ظلم يي کړی دردناکې ورځې له عذاب نه يي هلاکت او تباهي په برخه ده.
عربي تفسیرونه:
هَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟
ایا اوس یوازې ددې انتظار کوي چې په ناببره توګه ورته قیامت راشي او دوی ترې خبر هم نه وي.
عربي تفسیرونه:
اَلْاَخِلَّآءُ یَوْمَىِٕذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ اِلَّا الْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ۠
په هغه ورځ به پرته له پرهیزګارانو نور ټول دوستان یو دبل دښمن وي.
عربي تفسیرونه:
یٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ وَلَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ ۟ۚ
ای زما بنده ګانو! نن پر تاسې هیڅ ډار نشته او نه به تاسې غمجن شئ.
عربي تفسیرونه:
اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟ۚ
هغو کسانو چې زمونږ پر ایتونو يې ایمان راوړی دی او پوره غاړه يې ایښې.
عربي تفسیرونه:
اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ اَنْتُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُوْنَ ۟
( ورته به وویل شي چې ) تاسې او ستاسې ښځې جنت ته ولاړ شئ هلته به خوښ کړای شئ.
عربي تفسیرونه:
یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِصِحَافٍ مِّنْ ذَهَبٍ وَّاَكْوَابٍ ۚ— وَفِیْهَا مَا تَشْتَهِیْهِ الْاَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْاَعْیُنُ ۚ— وَاَنْتُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
هلته به پرې د سرو زرو لوښي او ګیلاسونه ګرځولای شي. او هلته به ټول هغه څیزونه وي چې زړه يي خوښوي او سترګې پرې خوږيږي او تاسې به تل تر تله هملته واست.
عربي تفسیرونه:
وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْۤ اُوْرِثْتُمُوْهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
او دا جنت ستاسې د هغو کړنو په بدل کې د میراث په توګه در کړای شو چې تاسو به په دنیا کې کولې.
عربي تفسیرونه:
لَكُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ كَثِیْرَةٌ مِّنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟
ستاسې د خوراک لپاره هلته هر ډول ډیرې زیاتې میوې شته.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: زخرف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول