Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (35) سورت: احقاف
فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ اُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَّهُمْ ؕ— كَاَنَّهُمْ یَوْمَ یَرَوْنَ مَا یُوْعَدُوْنَ ۙ— لَمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا سَاعَةً مِّنْ نَّهَارٍ ؕ— بَلٰغٌ ۚ— فَهَلْ یُهْلَكُ اِلَّا الْقَوْمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟۠
نو اې پیغمبره! د اولوالعزمه پیغمبرانو[۲] په شان هر څه وزغمه او د دوی د عذاب په هکله تلوار مه کوه. هغه ورځ چې دوی هغه څه وویني چې وعده يې ورسره کولی شي نو داسې به وې ګڼې چې په دنیا کې يي د ورځې د یو ساعت په اندازه وخت تیر کړی وي. هو! دا زمونږ رسونه ده او ایا پرته له سرغړوونکي قوم نه به بل څوک هلاکولای شي.
[۲] علماوو ویلي دي چې ټول پیغمبران او الوالعزمه دي خو په عامه اصطلاح کې لاندیني پنځه پیغمبران په اولوالعزمه مشهور شوي دي: ۱ـ نوح ۲- ابراهیم ۳- موسی ۴- عیسی ۵- محمد صلی الله علیه وسلم( تفسیر ابن جریر الطبری).
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه آیت: (35) سورت: احقاف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول