Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: فتح   آیت:
وَهُوَ الَّذِیْ كَفَّ اَیْدِیَهُمْ عَنْكُمْ وَاَیْدِیَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ اَنْ اَظْفَرَكُمْ عَلَیْهِمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرًا ۟
او الله هغه ذات دی چې د مکي په مینځ کې يي وروسته له هغې چې تاسو يې پر کافرانو برلاسې کړي واست ستاسې لاسونه يې له هغوی او د هغوی لاسونه يې له تاسې نه بند کړل او الله ستاسو د کړنو ډیرښه لیدونکی دی.
عربي تفسیرونه:
هُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْیَ مَعْكُوْفًا اَنْ یَّبْلُغَ مَحِلَّهٗ ؕ— وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُوْنَ وَنِسَآءٌ مُّؤْمِنٰتٌ لَّمْ تَعْلَمُوْهُمْ اَنْ تَطَـُٔوْهُمْ فَتُصِیْبَكُمْ مِّنْهُمْ مَّعَرَّةٌ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۚ— لِیُدْخِلَ اللّٰهُ فِیْ رَحْمَتِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— لَوْ تَزَیَّلُوْا لَعَذَّبْنَا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟
دوی هغه کسان دي چې کفر يې منلی، تاسې يې له مسجد الحرام نه منع کړي او د قربانۍ څاروي يې له دې نه ایسار کړي دي چې د حلالې ځای ته ورسیږي . که چیرې په مکه کې هغه مسلمان سړی او مسلمانې ښځې نه وای چې تاسې يې لاتراوسه په مسلمانۍ نه پیژنئ او ددې ډار نه وای چې تاسې به يې و ځپئ او په دې توګه به په ناخبرۍ او ناپوهۍ سره له دردونکې پيښې او غم سره مخ شئ ( نو خامخا به يي د جهاد او جنګ اجازه درکړې وای).( او هم يي ځکه دا اجازه درنه کړه چې) الله هغه کسان په خپل رحمت کې شامل کړي چې خوښه يي ورته وشي. او که سره جلا، جلا شوي وای نو مونږ به خامخا د هغوی کافران په دردناک عذاب ربړولي وای.
عربي تفسیرونه:
اِذْ جَعَلَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْحَمِیَّةَ حَمِیَّةَ الْجَاهِلِیَّةِ فَاَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَعَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَاَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوٰی وَكَانُوْۤا اَحَقَّ بِهَا وَاَهْلَهَا ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟۠
او کله چې کافرانو په خپلو زړونو کې د جاهلیت عار او ننګ وپاله نو الله پر خپل رسول او مؤمنانو ډاډ راښکته او د پرهیزګارۍ خبره چې هغوی يې وړ او اهل وو د تل لپاره له هغوی سره وتړله. او الله په هر څه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
لَقَدْ صَدَقَ اللّٰهُ رَسُوْلَهُ الرُّءْیَا بِالْحَقِّ ۚ— لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ اٰمِنِیْنَ ۙ— مُحَلِّقِیْنَ رُءُوْسَكُمْ وَمُقَصِّرِیْنَ ۙ— لَا تَخَافُوْنَ ؕ— فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوْا فَجَعَلَ مِنْ دُوْنِ ذٰلِكَ فَتْحًا قَرِیْبًا ۟
الله خپل رسول ته حق خوب په رښتیا ورښوولی وو چې که د الله خوښه وي نو تاسې به هرو مرو مسجد الحرام ته د امن او ډاډ فضاء کې ننه ووځئ سرونه به لګوئ. او هم به يي لنډوئ او هیڅ ډار به درسره نه وي. الله ته هغه څه معلوم وو چې تاسې پرې نه پوهیدئ نو ځکه يي د خوب له پوره کیدلو وړاندې تاسې ته یوه بله نژدې فتحه [۱۰] در په برخه کړه.
[۱۰] د حدیبې سوله یا د خیبر فتحه( ابن جریر الطبری).
عربي تفسیرونه:
هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَدِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟ؕ
الله هغه ذات دی چې خپل رسول يې له هدایت او حق دین سره لیږلی دی تر څو يې پر ټولو د نیونو لوړ کړي. او په دې خبره الله د شاهد په توګه بس دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فتح
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول