Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: ق   آیت:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوْا فِی الْبِلَادِ ؕ— هَلْ مِنْ مَّحِیْصٍ ۟
او څومره د ډیرو پیړیو خلک له دوی څخه وړاندې مونږ هلاک کړي دي؟ سره له دې چې له دوی نه ډیر پیاوړي او د ځمکې په هر لورې ګرځیدلي وو. نو وګورئ چې د خلاصون کوم ځای يې وو؟
عربي تفسیرونه:
اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِمَنْ كَانَ لَهٗ قَلْبٌ اَوْ اَلْقَی السَّمْعَ وَهُوَ شَهِیْدٌ ۟
په رښتیا چې په دې پیښو کې د هغو خلکو لپاره پند دی چې زړه لري او په غور سره خبره اوري.
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ۖۗ— وَّمَا مَسَّنَا مِنْ لُّغُوْبٍ ۟
او مونږ اسمانونه او ځمکه او هغه څه چې د دواړو په غیږ کې دي په شپږو ورځو کې پیدا کړي دي او مونږ پرې ستړي شوي نه یو.
عربي تفسیرونه:
فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوْبِ ۟ۚ
نو اې پیغمبره! په خبرو يې صبر کوه او د خپل رب ثنا او صفت د لمر ختلو او لمر پریوتلو نه وړاندې ډیر یادوه.
عربي تفسیرونه:
وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاَدْبَارَ السُّجُوْدِ ۟
او هم يې د شپې او له لمنځونو وروسته هم دیره پاکي ستایه.
عربي تفسیرونه:
وَاسْتَمِعْ یَوْمَ یُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ
او واروه! هغه ورځ چې غږ کوونکی له ډیر نژدې خای څخه غږ وکړي.
عربي تفسیرونه:
یَّوْمَ یَسْمَعُوْنَ الصَّیْحَةَ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُرُوْجِ ۟
په هغه ورځ به د حق چیغه ښه پوره واوري. بس هغه د راوتلو ورځ ده.
عربي تفسیرونه:
اِنَّا نَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَاِلَیْنَا الْمَصِیْرُ ۟ۙ
بې له شکه مونږ یو چې ژوند ورکوو. او مړه کول کوو. او همدا مونږ ته بیرته راتګ دی.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ تَشَقَّقُ الْاَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ؕ— ذٰلِكَ حَشْرٌ عَلَیْنَا یَسِیْرٌ ۟
هغه ورځ چې ځمکه پرې وچوي. او هغوی به په تلوار ترې راووځي دا راټولول مونږ ته ډیر اسان دي.
عربي تفسیرونه:
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبَّارٍ ۫— فَذَكِّرْ بِالْقُرْاٰنِ مَنْ یَّخَافُ وَعِیْدِ ۟۠
اې پیغمبره! مونږ د هغوی په خبرو ډیر ښه پوهیږو او ستا دنده نه ده چې ته يې په زور پرې ومني. ته په قران سره هغو خلکو ته پند ورکړه چې زما ډارول په غوره اورې.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: ق
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول