Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: حشر   آیت:
فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَاۤ اَنَّهُمَا فِی النَّارِ خَالِدَیْنِ فِیْهَا ؕ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
نو د دواړو پای همدا ده چې د تل لپاره به په اور کې وي.او همدا د تیري کوونکو جزا ده.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟
ای مؤمنانو!له الله وډار شئ او باید هر څوک ورګوري چې د سبا لپاره یي څه لیږلي دي.له الله وډارشئ.بې شکه چې الله ستاسې له کړنو څخه ښه خبر دی.
عربي تفسیرونه:
وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ نَسُوا اللّٰهَ فَاَنْسٰىهُمْ اَنْفُسَهُمْ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
او د هغو کسانو په څيرمه کیږئ چې الله یي هیر کړ،نو الله ترې خپل ځانونه هیر کړل همدغه خلک فاسقان دي.
عربي تفسیرونه:
لَا یَسْتَوِیْۤ اَصْحٰبُ النَّارِ وَاَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ؕ— اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ ۟
د اور والا او د جنت والا سره هیڅکله برابر نه دي.بریمن یوازې هغه دي چې جنت ته ځي.
عربي تفسیرونه:
لَوْ اَنْزَلْنَا هٰذَا الْقُرْاٰنَ عَلٰی جَبَلٍ لَّرَاَیْتَهٗ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْیَةِ اللّٰهِ ؕ— وَتِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟
که دا قران مونږ پر یوه غر نازل کړی واي نو تابه لیدلي وای چې هغه د الله له ویرې ټیټیږي،ډاریږي او ټوټه ټوټه کیږي.دا مثالونه مونږ خلکو ته بیانوو ښایې چې فکر وکړي.
عربي تفسیرونه:
هُوَ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ ۚ— هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ ۟
الله هغه ذات دی چې پرته له هغه بل هیڅ معبود نشته.په پټو او ښکاره پوه دی.رحمان او رحیم دی.
عربي تفسیرونه:
هُوَ اللّٰهُ الَّذِیْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— اَلْمَلِكُ الْقُدُّوْسُ السَّلٰمُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَیْمِنُ الْعَزِیْزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې له هغه پرته بل معبود نشته،واکمن دی،ډير سپیڅلی،له ټولو عیبونو څخه سالم،امان ورکوونکی،د هر څه څارونکی او پر هر څه شاهد،برلاسی،د دبدبې خاوند،د ټولو ورانو جوړوونکی او دلویې څښتن دی.الله له هغه شرک نه پاک دی چې خلک یې کوي.
عربي تفسیرونه:
هُوَ اللّٰهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ؕ— یُسَبِّحُ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
الله هغه ذات دی چې د هر څه پيدا کوونکی،له نشت نه وجود ته راوستونکی،شکل او صورت ورکوونکی دی.د هغه ډیر غوره نومونه دي.ټول هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي په پاکۍ سره د هغه ستاینه کوي.هغه په هرڅه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: حشر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول