Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: صف   آیت:

صف

سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
د اسمانونو او ځمکي ټولو څيزونو د یو الله پاکي بیان کړې.او الله په هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِمَ تَقُوْلُوْنَ مَا لَا تَفْعَلُوْنَ ۟
ای مؤمنانو!هغه څه ولې وایې چې نه یې کوئ.
عربي تفسیرونه:
كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّٰهِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا لَا تَفْعَلُوْنَ ۟
د الله په وړاندې دا ډیره د قهر او کینې خبره ده چې:هغه څه ووايي چې کوئ یې نه.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الَّذِیْنَ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِهٖ صَفًّا كَاَنَّهُمْ بُنْیَانٌ مَّرْصُوْصٌ ۟
ځکه الله پاک یوازې هغه خلک خوښوي چې په لار کې یي دتړلي صف په شکل جنګ کوي لکه چې دوی کلک کړای شوی دیوال وي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذْ قَالَ مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ لِمَ تُؤْذُوْنَنِیْ وَقَدْ تَّعْلَمُوْنَ اَنِّیْ رَسُوْلُ اللّٰهِ اِلَیْكُمْ ؕ— فَلَمَّا زَاغُوْۤا اَزَاغَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟
او هغه وخت رایاد کړه چې موسې خپل قوم ته وویل:تاسو ولې ما زوره وئ.سره له دې چې ښه پوهیږئ چې الله زه تاسو ته رالیږلی یم.کله چې هغو له حق نه بې لارې شول نو الله يي زړونه کاږه کړل،او الله فاسقانو ته سمه او روغ لار نه ښايې.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: صف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول