Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: منافقون   آیت:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا یَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُوْلُ اللّٰهِ لَوَّوْا رُءُوْسَهُمْ وَرَاَیْتَهُمْ یَصُدُّوْنَ وَهُمْ مُّسْتَكْبِرُوْنَ ۟
او چې ورته وویل شی چې:د الله رسول ته ورشئ چې بښنه درته وغواړي نو سرونه ته ټکان ورکوي او ته ګورې چې په ډیر غرور او تکبر له راتګ نه ډډه کوي.
عربي تفسیرونه:
سَوَآءٌ عَلَیْهِمْ اَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ اَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ ؕ— لَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟
ای پیغمبره!هیڅ فرق یې نشته چې بښنه ورته وغواړې که نه.الله پاک ورته هیڅکله بښنه نه کوي.ځکه چې الله فاسقو خلکو ته سمه لار نه ښايې.
عربي تفسیرونه:
هُمُ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ لَا تُنْفِقُوْا عَلٰی مَنْ عِنْدَ رَسُوْلِ اللّٰهِ حَتّٰی یَنْفَضُّوْا ؕ— وَلِلّٰهِ خَزَآىِٕنُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلٰكِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟
دوی همغه کسان دي چې وايي د رسول الله په انډیوالانو خرڅ بند کړئ تر څو خواره واره تیت او پرک شي. پداسې حال کې چې د اسمانونو او ځمکې ټولې خزانې د الله دي.خو منافقان نه پوهیږي.
عربي تفسیرونه:
یَقُوْلُوْنَ لَىِٕنْ رَّجَعْنَاۤ اِلَی الْمَدِیْنَةِ لَیُخْرِجَنَّ الْاَعَزُّ مِنْهَا الْاَذَلَّ ؕ— وَلِلّٰهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُوْلِهٖ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَلٰكِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
او هم وایې چې:که بیرته مدینې ته ولاړو نو عزت من خلک به خوار اوپکړ له هغې نه وشړي.په داسې حال کې چې:عزت یوازې د الله،د هغه د رسول او مؤمنانو لپاره دی.خو منافقان نه پوهیږي.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُلْهِكُمْ اَمْوَالُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ ۚ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
ای مؤمنانو!باید مالونه او بچیان مو د الله له ذکر نه غافل نه کړي او هر څوک چې په دې کار اخته شو نو همدوی پوره زیانمن دي.
عربي تفسیرونه:
وَاَنْفِقُوْا مِنْ مَّا رَزَقْنٰكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَیَقُوْلَ رَبِّ لَوْلَاۤ اَخَّرْتَنِیْۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ۙ— فَاَصَّدَّقَ وَاَكُنْ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او د هغو مالونو چې مونږ د روزي کړی یوه برخه د خدای په لار کې وړاندې له هغې ولګوئ چې مرګ درته راشي او بیا وایې:ای زما ربه!ولې دی لږ نور وخت رانه کړ چې خیرات وکړم او له نیکو کارانو څخه شم.
عربي تفسیرونه:
وَلَنْ یُّؤَخِّرَ اللّٰهُ نَفْسًا اِذَا جَآءَ اَجَلُهَا ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
په داسې حال کې چې الله پاک هیڅکله هغه چات نو مهلت نه ورکوي چې نیټه یي پوره شي.او الله پاک ستاسې له کړنو نه ښه خبر دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: منافقون
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول