Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: تغابن   آیت:

تغابن

یُسَبِّحُ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۚ— لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي ټول د یو الله پاکي بیانوي.پاچایې یوازې د هغه ده.ستاینې یوازې د هغه دي.او په هر څیز پیاوړې دی.
عربي تفسیرونه:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ فَمِنْكُمْ كَافِرٌ وَّمِنْكُمْ مُّؤْمِنٌ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
الله هغه ذات دی چې تاسې یې پیدا کړي یي ځينې در کې کافران او ځینې مو مؤمنان دي.او الله پاک ستاسې ټولې کړنې ښې ویني.
عربي تفسیرونه:
خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَاَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ۚ— وَاِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟
اسمانونه او ځمکه يي په حقه پیدا او تاسې ته یې ښکلي او شاندار شکلونه در کړل.او بیرته ورتګ مو د هغه لور ته دی.
عربي تفسیرونه:
یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَیَعْلَمُ مَا تُسِرُّوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
هغه ټول ورته معلوم دي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او په هغو هم ښه پوه دی چې تاسوئي پټوئ او یا یې ښکاره کوئ.او الله پاک د سینو په پتو اسرارو ډیر ښه پوه دی.
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَبَؤُا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَبْلُ ؗ— فَذَاقُوْا وَبَالَ اَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ایا تاسې ته د هغو خلکو خبر نه دی رسیدلی چې له تاسې وړاندې کافران شوي وو.بیا یي د خپلو کړنو بده جزاء ولیده او دردناک عذاب یې په برخه دی.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ بِاَنَّهٗ كَانَتْ تَّاْتِیْهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَقَالُوْۤا اَبَشَرٌ یَّهْدُوْنَنَا ؗ— فَكَفَرُوْا وَتَوَلَّوْا وَّاسْتَغْنَی اللّٰهُ ؕ— وَاللّٰهُ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟
ځکه چې کله به هم هغوی ته استازي د څرګند دلایلو سره راتلل نو ویل به یي:ایا یو انسان ته لارښوونه کوي؟نو پدې توګه منکر او مخ یې واړاوو.الله هم له هغوی نه بې پروا شو.او الله بې پروا او ستایلی شوی ذات دی.
عربي تفسیرونه:
زَعَمَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنْ لَّنْ یُّبْعَثُوْا ؕ— قُلْ بَلٰی وَرَبِّیْ لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ ؕ— وَذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟
کافران ګمان کوي چې هڅکله به بیرته را ژوندي نشي.ای محمده!ووایه قسم مې په رب چې:تاسې به خامخا بیرته را ژوندي او بیا به خپلو کړو له نتیجې نه خبر کړای شئ.او دا کار الله ته خورا اسان دی.
عربي تفسیرونه:
فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَالنُّوْرِ الَّذِیْۤ اَنْزَلْنَا ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟
نو په الله د هغه په رسول او په هغه نازل کړې ده ایمان راوړئ الله ستاسې له کړنو څخه ښه خبر دی.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ یَجْمَعُكُمْ لِیَوْمِ الْجَمْعِ ذٰلِكَ یَوْمُ التَّغَابُنِ ؕ— وَمَنْ یُّؤْمِنْ بِاللّٰهِ وَیَعْمَلْ صَالِحًا یُّكَفِّرْ عَنْهُ سَیِّاٰتِهٖ وَیُدْخِلْهُ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
هغه ورځ مه هیروئ چې تاسې به د غونډې په ورځ ټول سره را یو ځای کړي او همدا د ګټې او تاوان ورځ ده.او څوک چې په الله ایمان راوړي او نیکې کړنې وکړي نو ګناهونه به یې ورژولی شي او تل پاتې هغو باغونو ته به د همیش لپاره ننویستل شي چې لاندې له ونو او ماڼیو به یې ویالې بهیږي.او همدغه لویه کامیابي ده.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: تغابن
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

پښتو ژبې ته د قرآن کریم د معناګانو ژباړه، د مولوي جانباز سرفراز لخوا ژباړل شوې ده.

بندول