Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: طلاق   آیت:

طلاق

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ اِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَطَلِّقُوْهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَاَحْصُوا الْعِدَّةَ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ رَبَّكُمْ ۚ— لَا تُخْرِجُوْهُنَّ مِنْ بُیُوْتِهِنَّ وَلَا یَخْرُجْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیْنَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ ؕ— وَتِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یَّتَعَدَّ حُدُوْدَ اللّٰهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهٗ ؕ— لَا تَدْرِیْ لَعَلَّ اللّٰهَ یُحْدِثُ بَعْدَ ذٰلِكَ اَمْرًا ۟
ای پیغمبره!کله مو چې ښځې طلاقوئ نو د عدت لپاره[۱۶] یي طلاقي کړئ او عدت یې وشمارئ.او له الله نه چې ستاسې رب دی وډارشئ.د عدت په اوږدو کې یې له خپلو کورونو څخه مه وباسئ او نه دې هغوی په خپله روزي مګر که ښکاره ورانی یي وکړ[۱۷]او همدا د الله ټاکلې پولې دي.او هر څوک چې د الله له پولو نه اوړي نو په ځان یې تیری وکړ.ای طلاق ورکوونکیه!ته نه پوهیږي کیدای شي چې الله پاک له دې وروسته هم کومه لار[۱۸]پیدا کړي.
[۱۶] ـ په هغه طهر کې یې طلاقې کړئ چې وروسته ترې عدت شروع کیږي.(تفسیر البیضاوی)
[۱۷] ـ فاحشه یعنې بده ژبه،بد اخلاق،زنا کول او متقابل احترام نه لری(تفسیر البیضاوی)
[۱۸] ـ چې الله د خاوند او ښځې زړونه نرم او له عدت نه وړاندې چې له دریو نه کم طلاقونه یې ورکړی وي بیرته ورته رجوع وکړي.(تفسیر البیضاوی).
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا بَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَاَمْسِكُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ فَارِقُوْهُنَّ بِمَعْرُوْفٍ وَّاَشْهِدُوْا ذَوَیْ عَدْلٍ مِّنْكُمْ وَاَقِیْمُوا الشَّهَادَةَ لِلّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمْ یُوْعَظُ بِهٖ مَنْ كَانَ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ۬— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًا ۟ۙ
نو کله چې طلاق شوې ښځې عدت ته ورسیږي نو په ښه شان یې وساتئ او یا ترې په ښه شان جلاء شئ او دوه انصاف لرونکي کسان پرې شاهدان ونیسئ.او تاسې د الله لپاره شهادت ورکړئ چې په دې توګه هغه چاته چې په الله او اخرت ایمان لری پند او نصیحت ورکول کیږي او هر څوک چې له الله نه وډاریږي.نو الله به ورته له ستونزو څخه د وتلو یوه لار پيدا کړي.
عربي تفسیرونه:
وَّیَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لَا یَحْتَسِبُ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ فَهُوَ حَسْبُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بَالِغُ اَمْرِهٖ ؕ— قَدْ جَعَلَ اللّٰهُ لِكُلِّ شَیْءٍ قَدْرًا ۟
او په داسې توګه به روزي ورکړي چې دی یي ګمان هم نه کوي.او څوک چې پر الله توکل وکړي نو الله يي بس دی.ځکه چې الله خپل کار ته په ښه توګه رسیږي.او د هر شي لپاره یې یوه اندازه ټاکلې ده.
عربي تفسیرونه:
وَا یَىِٕسْنَ مِنَ الْمَحِیْضِ مِنْ نِّسَآىِٕكُمْ اِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلٰثَةُ اَشْهُرٍ وَّا لَمْ یَحِضْنَ ؕ— وَاُولَاتُ الْاَحْمَالِ اَجَلُهُنَّ اَنْ یَّضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ؕ— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ اَمْرِهٖ یُسْرًا ۟
او هغه ښځې چې له حیض راتګ نه مایوسه شوي دي نو که تاسې ته یي د عدت په هکله سوال او پوښتنه وي،نو د هغوی عدت درې میاشتې دی.او همدا حکم د هغو ښځو هم دی چې له سره يي حیض نه وي راغلی.د بار دارو ښځو عدت د بار ایښوول یعنې د بچي پیدا کول دي.او څوک چې له الله نه ډاریږي الله يي کار اسانه وي.
عربي تفسیرونه:
ذٰلِكَ اَمْرُ اللّٰهِ اَنْزَلَهٗۤ اِلَیْكُمْ ؕ— وَمَنْ یَّتَّقِ اللّٰهَ یُكَفِّرْ عَنْهُ سَیِّاٰتِهٖ وَیُعْظِمْ لَهٗۤ اَجْرًا ۟
دا د الله حکم دی چې تاسو ته یې نازل کړی دی. او څوک چې له الله نه ډاریږي ګناهونه به یې ورژوي او لوی اجر به ور کړې.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: طلاق
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول