Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: معارج   آیت:

معارج

سَاَلَ سَآىِٕلٌۢ بِعَذَابٍ وَّاقِعٍ ۟ۙ
پوښتونکي د پيښیدونکې عذاب په هکله پوښتنه وکړه.
عربي تفسیرونه:
لِّلْكٰفِرِیْنَ لَیْسَ لَهٗ دَافِعٌ ۟ۙ
پر کافرانو راتلونکی او هیڅوک یې مخ نیوونکی ندی.
عربي تفسیرونه:
مِّنَ اللّٰهِ ذِی الْمَعَارِجِ ۟ؕ
د هغه الله له لورې چې د زینو څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
تَعْرُجُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ وَالرُّوْحُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗ خَمْسِیْنَ اَلْفَ سَنَةٍ ۟ۚ
ملایکې او جبرائیل هغه ته ورخیژي دا عذاب په هغه ورځ راځي چې د پنځوسو زرو کلونو په اندازه ده.
عربي تفسیرونه:
فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِیْلًا ۟
غوره صبر خپل کړه.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهُمْ یَرَوْنَهٗ بَعِیْدًا ۟ۙ
بیشکه چې هغوی دا عذاب لرې ګڼي.
عربي تفسیرونه:
وَّنَرٰىهُ قَرِیْبًا ۟ؕ
خو مونږه یې نژدې وینو.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ تَكُوْنُ السَّمَآءُ كَالْمُهْلِ ۟ۙ
هغه ورځ چي اسمان به د ویلو شوو مسو پشان وي.
عربي تفسیرونه:
وَتَكُوْنُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ ۟ۙ
او غرونه به د ټکول شوو وړیو پشان وي.
عربي تفسیرونه:
وَلَا یَسْـَٔلُ حَمِیْمٌ حَمِیْمًا ۟ۚۖ
او دوست به د دوست پوښتنه نه کوي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: معارج
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول