Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: جن   آیت:

جن

قُلْ اُوْحِیَ اِلَیَّ اَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوْۤا اِنَّا سَمِعْنَا قُرْاٰنًا عَجَبًا ۟ۙ
ای محمده!ووایه چې ماته وحی وشوه چې د پيریانو یوې ډلې د قران یوه برخه واوریده نو ويي ویل چې:بې شکه مونږ عجب قران واورید.
عربي تفسیرونه:
یَّهْدِیْۤ اِلَی الرُّشْدِ فَاٰمَنَّا بِهٖ ؕ— وَلَنْ نُّشْرِكَ بِرَبِّنَاۤ اَحَدًا ۟ۙ
د روغې لارې ښوونه کوي نو مونږ پرې ایمان راووړ.او هیڅکله به له خپل رب سره بل څوک شریک نه کړو.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّهٗ تَعٰلٰی جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَّلَا وَلَدًا ۟ۙ
او بې شکه چې زمونږ د رب شان او شوکت ډير لوړ دی نه یې ښځه نیولې او نه یې بچی.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّهٗ كَانَ یَقُوْلُ سَفِیْهُنَا عَلَی اللّٰهِ شَطَطًا ۟ۙ
او دا خبره هم پخه ده چې زمونږ ناپوه(ابلیس)پر الله له واقعیت او انصاف لرې خبرې تړلی.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّا ظَنَنَّاۤ اَنْ لَّنْ تَقُوْلَ الْاِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۟ۙ
او مونږ ګمان کاو چې انسان او پیری به هیڅکله پر الله درواغ نه تړي.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّهٗ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْاِنْسِ یَعُوْذُوْنَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوْهُمْ رَهَقًا ۟ۙ
او د انسانانو ډیرو سړیو د پیریانو له ډیرو سړیو څخه پناه غوښتله نو په دې کار ئې د پيریانو غرور،ظلم او ګناه لا پسې زیاته کړه.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّهُمْ ظَنُّوْا كَمَا ظَنَنْتُمْ اَنْ لَّنْ یَّبْعَثَ اللّٰهُ اَحَدًا ۟ۙ
او ای پیریانو!انسانانو هم ستاسې په شان ګمان کاو چې الله به هیڅکله څوک رسول راونه لیږي.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّا لَمَسْنَا السَّمَآءَ فَوَجَدْنٰهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِیْدًا وَّشُهُبًا ۟ۙ
خو چې مونږ اسمان ته ورسیدلو نو ومولیده چې اسمان په سختو پیره دارانو او سوزوونکو ستورو کې پټ کړی شوی دی.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ ؕ— فَمَنْ یَّسْتَمِعِ الْاٰنَ یَجِدْ لَهٗ شِهَابًا رَّصَدًا ۟ۙ
مونږ به د اسمان په څنډو کې د اوریدانې لپاره کیناستو.خو چې اوس هر څوک اوریدل وغواړي نو سوزوونکی ستوری به تیار په انتظار کې مینده کړي.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّا لَا نَدْرِیْۤ اَشَرٌّ اُرِیْدَ بِمَنْ فِی الْاَرْضِ اَمْ اَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا ۟ۙ
مونږ نه پوهیږو چې کوم شر دی چې د ځمکې د خلکو لپاره غوښتل شوی دی او یا که رب یې د ښوونې اراده کړې ده.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّا مِنَّا الصّٰلِحُوْنَ وَمِنَّا دُوْنَ ذٰلِكَ ؕ— كُنَّا طَرَآىِٕقَ قِدَدًا ۟ۙ
او بې شکه چې زمونږ ځیني خلک نیکان دي او ځیني نور مو ښکته دي.مونږ پر جلا،جلا لارو یو.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّا ظَنَنَّاۤ اَنْ لَّنْ نُّعْجِزَ اللّٰهَ فِی الْاَرْضِ وَلَنْ نُّعْجِزَهٗ هَرَبًا ۟ۙ
او بې شکه چې زمونږ باور دی چې مونږ به هیڅکله الله پاک په ځمکه کې بې وسه نه شو کړای او نه به یي په تیښته چې په بل لورې ترې وتښتو.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدٰۤی اٰمَنَّا بِهٖ ؕ— فَمَنْ یُّؤْمِنْ بِرَبِّهٖ فَلَا یَخَافُ بَخْسًا وَّلَا رَهَقًا ۟ۙ
(نو ځکه)چې مونږ هدایت واورید نو ایمان مو پرې راوړ.او هر څوک چې په خپل رب ایمان راوړي له تاوان،ظلم او زیاتي څخه دي نه ډاریږي.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُوْنَ وَمِنَّا الْقٰسِطُوْنَ ؕ— فَمَنْ اَسْلَمَ فَاُولٰٓىِٕكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا ۟
او بې شکه چې زمونږ ځیني مسلمانان دي،او ځیني مو ظالمان او کاږه دي.نو چا چې الله ته ځان وسپاره د روغې لارې د میندلو هڅه یې وکړه.
عربي تفسیرونه:
وَاَمَّا الْقٰسِطُوْنَ فَكَانُوْا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا ۟ۙ
او هغه چې کاږه او ظالمان دي د جهنم لرګي(خس او خاشاک)دي.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنْ لَّوِ اسْتَقَامُوْا عَلَی الطَّرِیْقَةِ لَاَسْقَیْنٰهُمْ مَّآءً غَدَقًا ۟ۙ
او ای محمده!ووایه چې ماته وحي شوې ده چې که هغوی د اسلام په لار سم شول نو مونږ به یې خامخا په ډیرو اوبو خړوبه کړو.
عربي تفسیرونه:
لِّنَفْتِنَهُمْ فِیْهِ ؕ— وَمَنْ یُّعْرِضْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهٖ یَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا ۟ۙ
تر څو یې په دې نعمت وازمایو.او هر څوک چې د خپل رب له یادونې څخه مخ وګرځوي نو سخت عذاب ته به یې بوځي.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّ الْمَسٰجِدَ لِلّٰهِ فَلَا تَدْعُوْا مَعَ اللّٰهِ اَحَدًا ۟ۙ
او دا هم راته وحې شوې چې جوماتونه د الله دي نو له الله سره بل څوک مه رابلئ.
عربي تفسیرونه:
وَّاَنَّهٗ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللّٰهِ یَدْعُوْهُ كَادُوْا یَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِ لِبَدًا ۟ؕ۠
او راته وحي شوې چې:کله د الله بنده(محمد صلی الله علیه وسلم)پورته شو او الله پاک یې باله نو انسانانو او پیریانو پرې ګڼه ګوڼه او ازدحام جوړ کړ.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اِنَّمَاۤ اَدْعُوْا رَبِّیْ وَلَاۤ اُشْرِكُ بِهٖۤ اَحَدًا ۟
(ای محمده!)ووایه چې زه یوازې خپل رب بلم او له هغه سره هیڅوک نه برابروم.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَّلَا رَشَدًا ۟
ووایه چې تاسې ته تاوان او یا ښوونه زما په توان کې نه ده.
عربي تفسیرونه:
قُلْ اِنِّیْ لَنْ یُّجِیْرَنِیْ مِنَ اللّٰهِ اَحَدٌ ۙ۬— وَّلَنْ اَجِدَ مِنْ دُوْنِهٖ مُلْتَحَدًا ۟ۙ
ووایه چې هیڅوک ما له الله څخه ژغورلی نه شي.او نه پرته له هغه څخه بل پناه ځای پیدا کولای شم.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا بَلٰغًا مِّنَ اللّٰهِ وَرِسٰلٰتِهٖ ؕ— وَمَنْ یَّعْصِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَاِنَّ لَهٗ نَارَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ۟ؕ
زما دنده یوازې همداده چې د الله پیغام تاسې ته ورسوم.او هر څوک چې له الله او له رسول څخه یې سرغړوي نو بې شکه چې د ورتګ ځای یې دجهنم اور دی او د تل لپاره به پکې وي.
عربي تفسیرونه:
حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ اَضْعَفُ نَاصِرًا وَّاَقَلُّ عَدَدًا ۟
تر څو چې په(غبرګو سترګو)هغه څه ویني چې اوس يي ورسره وعده کیږي.نو هلته به پوه شي چې د چا ملاتړ ډیر کمزوری او د چا شمیر ډیر لږ دی؟
عربي تفسیرونه:
قُلْ اِنْ اَدْرِیْۤ اَقَرِیْبٌ مَّا تُوْعَدُوْنَ اَمْ یَجْعَلُ لَهٗ رَبِّیْۤ اَمَدًا ۟
(ای محمده!)ووایه:زه نه پوهیږم هغه څه چې زما رب یې درسره وعده کړې نژدې ده او که زما رب ورته یوه لرې موده تاکلې ده.
عربي تفسیرونه:
عٰلِمُ الْغَیْبِ فَلَا یُظْهِرُ عَلٰی غَیْبِهٖۤ اَحَدًا ۟ۙ
په پټو ښه پوهیږي او خپل پټ څیزونه هیچاته نه ښکاره کوي.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا مَنِ ارْتَضٰی مِنْ رَّسُوْلٍ فَاِنَّهٗ یَسْلُكُ مِنْ بَیْنِ یَدَیْهِ وَمِنْ خَلْفِهٖ رَصَدًا ۟ۙ
مګر یوازې هغو رسولانو ته چې خوښ یې کړي د څو کیدارو ملایکو په ملتیا ځیني پټ رازونه وايي.
عربي تفسیرونه:
لِّیَعْلَمَ اَنْ قَدْ اَبْلَغُوْا رِسٰلٰتِ رَبِّهِمْ وَاَحَاطَ بِمَا لَدَیْهِمْ وَاَحْصٰی كُلَّ شَیْءٍ عَدَدًا ۟۠
د ملایکو ملتیا رسول پوهوي چې د رب پیغامونه یې په بشپړ ډول ورته ورسول.او الله په هغه څه پوره احاطه کړې ده چې له ملایکو او رسولانو سره دي او هر څه یي په شمیر سره ګڼلي دي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: جن
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول