Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: انفال   آیت:
وَاِنْ یُّرِیْدُوْۤا اَنْ یَّخْدَعُوْكَ فَاِنَّ حَسْبَكَ اللّٰهُ ؕ— هُوَ الَّذِیْۤ اَیَّدَكَ بِنَصْرِهٖ وَبِالْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۙ
او که کافران اراده وکړي چې له تاسې سره ټګي وکړي نو الله دې بس دی الله همغه ذات دی چې وړاندې یې هم په خپل کومک او په مسلمانانو ستا ملاتړ وکړ.
عربي تفسیرونه:
وَاَلَّفَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْ ؕ— لَوْ اَنْفَقْتَ مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا مَّاۤ اَلَّفْتَ بَیْنَ قُلُوْبِهِمْ ۙ— وَلٰكِنَّ اللّٰهَ اَلَّفَ بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او د مسلمانانو زړونه یې یو له بل سره ولګول که تا د ځمکې د مخ هر څه مصرف کړي وای هم د هغوی د زړونو په مینځ کې دې خپل مینځې مینه نه شوه پیدا کولای خو الله د هغوی په مینځ کې یووالی راوست بې شکه چې هغه پر هر څه برلاسی او د بشپړ حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ حَسْبُكَ اللّٰهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
ای پيغمبره! تا او ستا مؤمنو منونکو ته الله بس دی.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِیْنَ عَلَی الْقِتَالِ ؕ— اِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ عِشْرُوْنَ صٰبِرُوْنَ یَغْلِبُوْا مِائَتَیْنِ ۚ— وَاِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ مِّائَةٌ یَّغْلِبُوْۤا اَلْفًا مِّنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَفْقَهُوْنَ ۟
ای پیغمبره! مؤمنان جنګ ته وهڅوه که ستاسې شل صبر کوونکي وي نو پر دوه سوو به برلاسي شي ځکه چې کافران ناپوهه قوم دی.
عربي تفسیرونه:
اَلْـٰٔنَ خَفَّفَ اللّٰهُ عَنْكُمْ وَعَلِمَ اَنَّ فِیْكُمْ ضَعْفًا ؕ— فَاِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ مِّائَةٌ صَابِرَةٌ یَّغْلِبُوْا مِائَتَیْنِ ۚ— وَاِنْ یَّكُنْ مِّنْكُمْ اَلْفٌ یَّغْلِبُوْۤا اَلْفَیْنِ بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
اوس الله پر تاسې اسانتیا راوستله او معلومه یې کړه چې په تاسې کې سستي او ناتواني ده نو که ستاسې سل ګونې صبر کوونکي ډله وه نو باید پر دوه سوو برلاسې او که زروو نو باید د الله په حکم پر دوه زرو برلاسي شي الله له صبر کوونکو سره دی.
عربي تفسیرونه:
مَا كَانَ لِنَبِیٍّ اَنْ یَّكُوْنَ لَهٗۤ اَسْرٰی حَتّٰی یُثْخِنَ فِی الْاَرْضِ ؕ— تُرِیْدُوْنَ عَرَضَ الدُّنْیَا ۖۗ— وَاللّٰهُ یُرِیْدُ الْاٰخِرَةَ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
له هیڅ پیغمبر سره نه ښايي چې بندیان ونیسي تر څو په ځمکه کې پر دښمنانو برلاسی شوی نه وي ایا تاسې دنیوي ګټي غواړئ؟ الله پاک درته د اخرت ښیګڼه خوښوي او الله پاک په هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
عربي تفسیرونه:
لَوْلَا كِتٰبٌ مِّنَ اللّٰهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِیْمَاۤ اَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
که د الله پاک پریکړه له پخوانه نه وای شوي نو تاسې ته به هرو مرو د هغه څه په بدل کې چې تاسې اخیستی لوی عذاب در رسیدلی و.
عربي تفسیرونه:
فَكُلُوْا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلٰلًا طَیِّبًا ۖؗ— وَّاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠
نو اوس مو چې څه په غنیمت کړي خورا په ډاډه زړه یې حلال او پاک وخورئ له الله وډارشئ بې شکه چې الله پاک ښه بښونکی خورا مهربان دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: انفال
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول