Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه آیت: (11) سورت: انفال
اِذْ یُغَشِّیْكُمُ النُّعَاسَ اَمَنَةً مِّنْهُ وَیُنَزِّلُ عَلَیْكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَآءً لِّیُطَهِّرَكُمْ بِهٖ وَیُذْهِبَ عَنْكُمْ رِجْزَ الشَّیْطٰنِ وَلِیَرْبِطَ عَلٰی قُلُوْبِكُمْ وَیُثَبِّتَ بِهِ الْاَقْدَامَ ۟ؕ
او هغه یاد کړئ چې الله پاک تاسې له خپلې لورې د ډاډ او سکون په پرماښۍ[۱۷]کې پوښلئ او پر تاسې یې له اسمان نه اوبه راښکته کولې تر څو پرې تاسې پاک او د شیطان وسوسه در څخه لرې کړي او تر څو زړونه مو پیاوړي او قدمونه مو کلک کړي.
[۱۷] ـ که څه هم د بدر شپه د لومړني جنګ شپه وه او په داسې شپه جنګیالي ته خوب ورتلل څه اسان کار نه دی خو حضرت علي رضي الله عنه وايي زمونږ د لښکر ټول مجاهدین ویده شول یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم ؤ چې ګرده شپه ویښ ؤ او دعا یې کوله.(ابن جریر الطبری ۶/۲۵۸)
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه آیت: (11) سورت: انفال
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول