Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: انفطار   آیت:

انفطار

اِذَا السَّمَآءُ انْفَطَرَتْ ۟ۙ
کله چې اسمان وچوي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَا الْكَوَاكِبُ انْتَثَرَتْ ۟ۙ
ستوري خواره واره شي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ ۟ۙ
بحرونه وشلیږي.
عربي تفسیرونه:
وَاِذَا الْقُبُوْرُ بُعْثِرَتْ ۟ۙ
او قبرونه خلاص او هر څه ترې رابیرونه شي؟
عربي تفسیرونه:
عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَاَخَّرَتْ ۟ؕ
نو هر څوک به خپل وړاندې او وروسته ټول وپيژني.
عربي تفسیرونه:
یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِیْمِ ۟ۙ
ای انسانه!ته څه شي په خپل مهربان رب وغولولې؟
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْ خَلَقَكَ فَسَوّٰىكَ فَعَدَلَكَ ۟ۙ
هغه رب چې ته يي پیدا کړې،سم یې کړې او بیا یې ستا هر څه په اندازه برابر کړل.
عربي تفسیرونه:
فِیْۤ اَیِّ صُوْرَةٍ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ ۟ؕ
او په کومه څيره او ښکل يي چې خوښه وه سره یې ونښلولې.
عربي تفسیرونه:
كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُوْنَ بِالدِّیْنِ ۟ۙ
خبره داسې نه ده بلکې تاسې د جزا او سزا ورځ درواغ ګڼئ.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ عَلَیْكُمْ لَحٰفِظِیْنَ ۟ۙ
سره له دې چې پر تاسې څارونکي ټاکل شوي.
عربي تفسیرونه:
كِرَامًا كٰتِبِیْنَ ۟ۙ
عزتمن لیکونکي.
عربي تفسیرونه:
یَعْلَمُوْنَ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟
ستاسې په ټولو کړو پوهیږي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الْاَبْرَارَ لَفِیْ نَعِیْمٍ ۟ۙ
بې شکه چې نیکان به نعمتونه ته ځي.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ الْفُجَّارَ لَفِیْ جَحِیْمٍ ۟ۙ
او بدان به دوزخ ته.
عربي تفسیرونه:
یَّصْلَوْنَهَا یَوْمَ الدِّیْنِ ۟
د جزا او سزا په ورځ به ورننوځي.
عربي تفسیرونه:
وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَآىِٕبِیْنَ ۟ؕ
پټیدای ترې نه شي.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ۙ
ته څه پوهیږي چې د جزا او سزا ورځ څه ده؟
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ
هو!ته څه پوهیږي چې د جزا او سزا ورځ څه ده؟
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَیْـًٔا ؕ— وَالْاَمْرُ یَوْمَىِٕذٍ لِّلّٰهِ ۟۠
دا هغه ورځ ده چې هیڅوک به د هیچا لپاره د هیڅ شي وس نه لري.او نن به واک او حکم یوازې د یو الله جل جلاله چلیږي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: انفطار
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول