Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: طارق   آیت:

طارق

وَالسَّمَآءِ وَالطَّارِقِ ۟ۙ
لوړه په اسمان او لوړه په طارق.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الطَّارِقُ ۟ۙ
او ته څه پوه کړې چې طارق څه ته وايې؟
عربي تفسیرونه:
النَّجْمُ الثَّاقِبُ ۟ۙ
ځلیدونکی ستوری دی.
عربي تفسیرونه:
اِنْ كُلُّ نَفْسٍ لَّمَّا عَلَیْهَا حَافِظٌ ۟ؕ
هیڅ ساه کښ نشته چې پر هغه څارونکی نه وي ټاکل شوی.
عربي تفسیرونه:
فَلْیَنْظُرِ الْاِنْسَانُ مِمَّ خُلِقَ ۟ؕ
نو انسان باید ځیر شي چې له څه څخه پيدا شوی دی؟
عربي تفسیرونه:
خُلِقَ مِنْ مَّآءٍ دَافِقٍ ۟ۙ
له ټوپ وهونکو اوبو څخه پيدا شوی.
عربي تفسیرونه:
یَّخْرُجُ مِنْ بَیْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَآىِٕبِ ۟ؕ
چې د شا او سینو له مینځ څخه راووځي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهٗ عَلٰی رَجْعِهٖ لَقَادِرٌ ۟ؕ
پخه خبره ده چې په بیا پیدا کولو یي توان لري.
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ تُبْلَی السَّرَآىِٕرُ ۟ۙ
هغه ورځ چې پټ څیزونه رابربنډ شي.
عربي تفسیرونه:
فَمَا لَهٗ مِنْ قُوَّةٍ وَّلَا نَاصِرٍ ۟ؕ
انسان به د ځان ژغورنې نه ذاتي ځواک لري او نه بل ملاتړی.
عربي تفسیرونه:
وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الرَّجْعِ ۟ۙ
لوړه په اسمان چې باران وروي.
عربي تفسیرونه:
وَالْاَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ ۟ۙ
او په ځمکه چې د زرغونیدلو په وخت چوي.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهٗ لَقَوْلٌ فَصْلٌ ۟ۙ
چې قران کریم اخرنۍ غوڅه خبره ده.
عربي تفسیرونه:
وَّمَا هُوَ بِالْهَزْلِ ۟ؕ
ټوکه نه ده.
عربي تفسیرونه:
اِنَّهُمْ یَكِیْدُوْنَ كَیْدًا ۟ۙ
کافران چل ول کوي.
عربي تفسیرونه:
وَّاَكِیْدُ كَیْدًا ۟ۚۖ
او زه هم تدبیر لرم.
عربي تفسیرونه:
فَمَهِّلِ الْكٰفِرِیْنَ اَمْهِلْهُمْ رُوَیْدًا ۟۠
نو کافرانو ته لږ مهلت ورکړه[۱۰].
[۱۰] ـ او بیا وګوره چې بالاخره ورسره په دنیا او اخرت کې څه کیږي؟(کابلی تفسیر)
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: طارق
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول