Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: بلد   آیت:

بلد

لَاۤ اُقْسِمُ بِهٰذَا الْبَلَدِ ۟ۙ
په همدی ښار لوړه کوم.
عربي تفسیرونه:
وَاَنْتَ حِلٌّۢ بِهٰذَا الْبَلَدِ ۟ۙ
چې ته پکې ازاد پریښوولی شې[۱۵].
[۱۵] ـ یا معني یي ده چې:په همدی ښار لوړه کوم چي ستا ربړول يي پکې ځانته روا ګرځولي دي.
عربي تفسیرونه:
وَوَالِدٍ وَّمَا وَلَدَ ۟ۙ
او لوړه په پلار او له هغه څخه په زیږیدلي اولاد.
عربي تفسیرونه:
لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِیْ كَبَدٍ ۟ؕ
چې مونږ انسان په ستونزو او کړاوونو کې پیدا کړی دی.
عربي تفسیرونه:
اَیَحْسَبُ اَنْ لَّنْ یَّقْدِرَ عَلَیْهِ اَحَدٌ ۟ۘ
ایا انسان ګمان کوې چې هیڅوک به پرې برلاسی نه شي؟
عربي تفسیرونه:
یَقُوْلُ اَهْلَكْتُ مَالًا لُّبَدًا ۟ؕ
وایې ما خورا ډير مال ولګاو.
عربي تفسیرونه:
اَیَحْسَبُ اَنْ لَّمْ یَرَهٗۤ اَحَدٌ ۟ؕ
ایا ګمان کوي چې هیڅوک يې نه ګوري؟
عربي تفسیرونه:
اَلَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ عَیْنَیْنِ ۟ۙ
ایا مونږ دوه سترګې نه دي ورکړي؟
عربي تفسیرونه:
وَلِسَانًا وَّشَفَتَیْنِ ۟ۙ
ژبه او دوه شونډې؟
عربي تفسیرونه:
وَهَدَیْنٰهُ النَّجْدَیْنِ ۟ۚ
ایا د خیر او شر لار مو نه ده ورښوولې؟
عربي تفسیرونه:
فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ ۟ؗۖ
لوړې ژورې یي سرنه کړي.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْعَقَبَةُ ۟ؕ
او ته څه پوهیږي چې د لوړو او ژورو سر کول څه دي؟
عربي تفسیرونه:
فَكُّ رَقَبَةٍ ۟ۙ
د غاړې ازادول.
عربي تفسیرونه:
اَوْ اِطْعٰمٌ فِیْ یَوْمٍ ذِیْ مَسْغَبَةٍ ۟ۙ
یا د لوږې په ورځ خوراک ورکول.
عربي تفسیرونه:
یَّتِیْمًا ذَا مَقْرَبَةٍ ۟ۙ
خپلوان یتیم ته.
عربي تفسیرونه:
اَوْ مِسْكِیْنًا ذَا مَتْرَبَةٍ ۟ؕ
یا په خاورو ناست مسکین ته.
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ ۟ؕ
بیا برسیره پردې د هغو کسانو له ډلې څخه وي چې ایمان لري او یو بل ته په صبر او مهربانۍ ښوونه کوي.
عربي تفسیرونه:
اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْمَیْمَنَةِ ۟ؕ
همدا خلک د ښي اړخ خاوندان دي.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: بلد
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول