Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: لیل   آیت:
فَسَنُیَسِّرُهٗ لِلْعُسْرٰی ۟ؕ
نو ژر به يې د سختۍ لپاره جوړ کړو.
عربي تفسیرونه:
وَمَا یُغْنِیْ عَنْهُ مَالُهٗۤ اِذَا تَرَدّٰی ۟ؕ
کله چې هلاک شي نو مال یې د هیڅ شي مخه نشي نیولای.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ عَلَیْنَا لَلْهُدٰی ۟ؗۖ
بې شکه چې لار ښوونه زمونږ په غاړه ده.
عربي تفسیرونه:
وَاِنَّ لَنَا لَلْاٰخِرَةَ وَالْاُوْلٰی ۟
او دنیا او اخرت هم زمونږ په لاس کې دي.
عربي تفسیرونه:
فَاَنْذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظّٰی ۟ۚ
او تاسو مې له لمبې وهونکي اور څخه ډارولي یاست.
عربي تفسیرونه:
لَا یَصْلٰىهَاۤ اِلَّا الْاَشْقَی ۟ۙ
پرته له لوی بد بخت څخه بل څوک نه ورننووځي.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟ؕ
هغه چې د الله دین يي درواغ ګڼلی او مخ یي اړولی.
عربي تفسیرونه:
وَسَیُجَنَّبُهَا الْاَتْقَی ۟ۙ
او پرهیزګار به ډیر ژر ځان ترې ګوښه کړي.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْ یُؤْتِیْ مَالَهٗ یَتَزَكّٰی ۟ۚ
هغه چې د ځان د پاکوالي لپاره خپل مال د الله په لار کې ورکوي.
عربي تفسیرونه:
وَمَا لِاَحَدٍ عِنْدَهٗ مِنْ نِّعْمَةٍ تُجْزٰۤی ۟ۙ
او د هیڅ نیک کار انګیزه یي دانه وي چې د چا د ښیګڼي ځواب ووایې.
عربي تفسیرونه:
اِلَّا ابْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْاَعْلٰی ۟ۚ
پرته له دې چې د خپل اوچت رب خوښي ترلاسه کړي.
عربي تفسیرونه:
وَلَسَوْفَ یَرْضٰی ۟۠
او ډير ژر به یې د رب خوښي په برخه شي[۱۶].
[۱۶] ـ او یا معنا ده چې ډير ژر به د خپلو کړو خوښي تر لاسه کړي
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: لیل
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول