Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: شرح   آیت:

شرح

اَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ ۟ۙ
ای پیغمبره!مونږ ستا سینه پراخه نه کړه؟
عربي تفسیرونه:
وَوَضَعْنَا عَنْكَ وِزْرَكَ ۟ۙ
او له تا څخه مو دروند پیټی لرې کړ.
عربي تفسیرونه:
الَّذِیْۤ اَنْقَضَ ظَهْرَكَ ۟ۙ
هغه چې ستا شاه یې درنه کړې وه.
عربي تفسیرونه:
وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ ۟ؕ
او ستا نوم مونږ پورته کړ.
عربي تفسیرونه:
فَاِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْرًا ۟ۙ
نو بې شکه چې له سختۍ سره اسانتیا شته.
عربي تفسیرونه:
اِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْرًا ۟ؕ
او دا خبره پخه ده چې له سختۍ سره اسانتیا شته.
عربي تفسیرونه:
فَاِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ ۟ۙ
نو کله چې اوزګاریدلې نو د عبادت لپاره هلې څلې کوه.
عربي تفسیرونه:
وَاِلٰی رَبِّكَ فَارْغَبْ ۟۠
او خپل رب ته مخ اړه وه.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: شرح
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول