Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: بینه   آیت:

بینه

لَمْ یَكُنِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ وَالْمُشْرِكِیْنَ مُنْفَكِّیْنَ حَتّٰی تَاْتِیَهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ۙ
کوم کسان چې له اهل کتابو او مشرکانو څخه کافر وو له خپل کفر څخه راګرځیدونکي نه دي تر څو چې څرګند دلیل ورته راشي.
عربي تفسیرونه:
رَسُوْلٌ مِّنَ اللّٰهِ یَتْلُوْا صُحُفًا مُّطَهَّرَةً ۟ۙ
د الله رسول ورته راغی چې پاک کتاب پرې لولي.
عربي تفسیرونه:
فِیْهَا كُتُبٌ قَیِّمَةٌ ۟ؕ
دا کتاب له روغو او سمو احکامو څخه ډک دی.
عربي تفسیرونه:
وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنَةُ ۟ؕ
د کتاب د خاوندانو تر مینځ بیلتون له هغه وروسته راغی چې ښکاره دلیل ورته نازل شو.
عربي تفسیرونه:
وَمَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِیَعْبُدُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۙ۬— حُنَفَآءَ وَیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَیُؤْتُوا الزَّكٰوةَ وَذٰلِكَ دِیْنُ الْقَیِّمَةِ ۟ؕ
او هغوی ته پرته له دې بل هیڅ امر نه وو شوی چې:د الله بندګي په داسې ډول وکړي چې دین د هغه د لارښونو په رنا کې سنبال کړي،د حق پالنې په لور مایل او لمنځونه وکړي.زکاتونه ورکړي او همدا غوره او روغ دین دی.
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: بینه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز - د ژباړو فهرست (لړلیک)

د مولوي جانباز سرفراز له خوا ترجمه شوی

بندول