د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

external-link copy
45 : 14

وَّسَكَنْتُمْ فِیْ مَسٰكِنِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَتَبَیَّنَ لَكُمْ كَیْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْاَمْثَالَ ۟

14-45 او تاسو د هغو كسانو په كورونو كې اوسېدلي وئ چې په خپلو ځانونو به يې ظلم كاوه او تاسو ته (دا خبره) ښه څرګنده شوې وه چې مونږ له هغوى سره څنګه كار كړى و، او تاسو ته مونږ مثالونه بیان كړي وو info
التفاسير: