د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

حجر

external-link copy
1 : 15

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ وَقُرْاٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

15-1 الف، لام، را، دغه د كتاب او واضح قرآن ایتونه دي info
التفاسير:

external-link copy
2 : 15

رُبَمَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ كَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟

15-2 ډېر ځلې به ارزو كوي هغه كسان چې كافران شوي دي چې كاش دوى مسلمانان وى! info
التفاسير:

external-link copy
3 : 15

ذَرْهُمْ یَاْكُلُوْا وَیَتَمَتَّعُوْا وَیُلْهِهِمُ الْاَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

15-3 ته دوى پرېږده چې خوراك كوي او فايده اخلي او امېدونه يې غافله كړي، نو ژر ده چې دوى به پوه شي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 15

وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُوْمٌ ۟

15-4 او مونږه هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر په دې حال كې چې د هغه به لیك (مقرر وخت) معلوم و info
التفاسير:

external-link copy
5 : 15

مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟

15-5 هېڅ امت له خپل وخت نه نه مخكې كېږي او نه وروسته كېږي info
التفاسير:

external-link copy
6 : 15

وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْ نُزِّلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ اِنَّكَ لَمَجْنُوْنٌ ۟ؕ

15-6 او دوى وویل: اى هغه كسه چې په هغه باندې ذكر (قرآن) نازل شوى دى! یقینًا ته خو لیونى يې info
التفاسير:

external-link copy
7 : 15

لَوْ مَا تَاْتِیْنَا بِالْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

15-7 ولې ته مونږ ته ملايك نه راولې! كه چېرې ته له رښتینو څخه يې info
التفاسير:

external-link copy
8 : 15

مَا نُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوْۤا اِذًا مُّنْظَرِیْنَ ۟

15-8 (اى خلقو واورئ!)مونږ ملايك نه نازلوو مګر په حقه سره او دوى به په دغه وخت كې مهلت وركړى شوي نه وي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 15

اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟

15-9 بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
10 : 15

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ شِیَعِ الْاَوَّلِیْنَ ۟

15-10 او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې د ړومبنیو خلقو په ډلو كې (رسولان) لېږلي وو info
التفاسير:

external-link copy
11 : 15

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

15-11 او دوى ته به هېڅ یو رسول نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې info
التفاسير:

external-link copy
12 : 15

كَذٰلِكَ نَسْلُكُهٗ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ

15-12 همدارنګه مونږ دا خبره د مجرمانو په زړونو كې ننباسو info
التفاسير:

external-link copy
13 : 15

لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

15-13 دوى پر ده ایمان نه راوړي او یقینًا د پخوانیو (كافرو) طریقه تېره شوې ده info
التفاسير:

external-link copy
14 : 15

وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا مِّنَ السَّمَآءِ فَظَلُّوْا فِیْهِ یَعْرُجُوْنَ ۟ۙ

15-14 او كه مونږ په دوى باندې له اسمان نه كومه دروازه پرانستلې وى، بیا دوى په هغې كې تل ختلى info
التفاسير:

external-link copy
15 : 15

لَقَالُوْۤا اِنَّمَا سُكِّرَتْ اَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُوْرُوْنَ ۟۠

15-15 (نو) دوى به خامخا ویل چې همدا خبره ده چې زمونږ سترګې تړل شوې دي، بلكې پر مونږ جادو شوى دى info
التفاسير:

external-link copy
16 : 15

وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّزَیَّنّٰهَا لِلنّٰظِرِیْنَ ۟ۙ

15-16 او یقینًا یقینًا مونږ په اسمان كې برجونه پیدا كړي دي او مونږ هغه د كتونكو لپاره ښايسته كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
17 : 15

وَحَفِظْنٰهَا مِنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ رَّجِیْمٍ ۟ۙ

15-17 او مونږ هغه ساتلى دى له هر شیطان ویشتل شوي نه info
التفاسير:

external-link copy
18 : 15

اِلَّا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ مُّبِیْنٌ ۟

15-18 مګر هغه (شیطان) چې اورېدل شوې خبره غلا كړي، نو په هغه پسې شي یوه ښكاره شعله info
التفاسير:

external-link copy
19 : 15

وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ شَیْءٍ مَّوْزُوْنٍ ۟

15-19 او ځمكه، مونږ هغه غځولې ده او مونږ په هغې كې غرونه غورځولي دي او مونږ په هغې كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
20 : 15

وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ وَمَنْ لَّسْتُمْ لَهٗ بِرٰزِقِیْنَ ۟

15-20 او مونږ تاسو لپاره په هغې كې معیشتونه پیدا كړي دي او هغه هم چې تاسو هغه ته روزي وركوونكي نه یئ info
التفاسير:

external-link copy
21 : 15

وَاِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا عِنْدَنَا خَزَآىِٕنُهٗ ؗ— وَمَا نُنَزِّلُهٗۤ اِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ ۟

15-21 او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي او مونږ هغه نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره info
التفاسير:

external-link copy
22 : 15

وَاَرْسَلْنَا الرِّیٰحَ لَوَاقِحَ فَاَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَسْقَیْنٰكُمُوْهُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتُمْ لَهٗ بِخٰزِنِیْنَ ۟

15-22 او مونږ هواګانې لېږلې دي، چې بلاربوونكې دي، پس مونږ له بره اوبه نازلې كړې، نو مونږ هغه په تاسو وڅښولې او تاسو دغو (اوبو) لره خزانه كوونكي نه یئ info
التفاسير:

external-link copy
23 : 15

وَاِنَّا لَنَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَنَحْنُ الْوٰرِثُوْنَ ۟

15-23 او بېشكه مونږ، یقینًا همدا مونږ ژوند وركوو او مرګ وركوو او همدا مونږ وارثان یو info
التفاسير:

external-link copy
24 : 15

وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِیْنَ مِنْكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَاْخِرِیْنَ ۟

15-24 او یقینًا یقینًا مونږ په تاسو كې مخكې كېدونكي پېژندلي دي او یقینًا یقینًا مونږ وروسته كېدونكي (هم) پېژندلي دي info
التفاسير:

external-link copy
25 : 15

وَاِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَحْشُرُهُمْ ؕ— اِنَّهٗ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟۠

15-25 او بېشكه ستا رب، هغه به دوى راټولوي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى info
التفاسير:

external-link copy
26 : 15

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟ۚ

15-26 او یقینًا یقینًا مونږه انسان پیدا كړى دى له كړنګېدونكې وچې خټې نه، چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې وه info
التفاسير:

external-link copy
27 : 15

وَالْجَآنَّ خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَّارِ السَّمُوْمِ ۟

15-27 او جانّ (پلار د پېریانو) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
28 : 15

وَاِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟

15-28 او كله چې ستا رب وویل: بېشكه زه د یو بشر پېدا كوونكى یم د كړنګېدونكې وچې خټې نه چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې ده info
التفاسير:

external-link copy
29 : 15

فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟

15-29 نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپله روح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي info
التفاسير:

external-link copy
30 : 15

فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ

15-30 نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه info
التفاسير:

external-link copy
31 : 15

اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟

15-31 له ابلیس نه غير، هغه له دې نه انكار وكړ چې له سجده كوونكو سره ملګرى شي info
التفاسير:

external-link copy
32 : 15

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟

15-32 ويې ويل: اى ابلیسه! تا ته څه عذر دى چې ته له سجده كوونكو سره نه ملګرى كېږې؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 15

قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟

15-33 هغه وویل: زه داسې نه یم چې بشر ته سجده وكړم چې تا هغه پیدا كړى دى له كړنګېدونكو وچو كودرو نه، چې له تورې سخا شوې خټې ځنې و info
التفاسير:

external-link copy
34 : 15

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙ

15-34 وفرمایل: (الله) نو ته ووځه له دې ځاى نه، پس یقینًا ته رټل شوى يې info
التفاسير:

external-link copy
35 : 15

وَّاِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

15-35 او بېشكه په تا باندې د قیامت د ورځې پورې لعنت دى info
التفاسير:

external-link copy
36 : 15

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

15-36 هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته د هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې خلق به بیا ژوندي كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
37 : 15

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

15-37 ويې ويل: پس یقینًا ته له مهلت وركړى شويو څخه يې info
التفاسير:

external-link copy
38 : 15

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

15-38 د معلوم وخت تر ورځې پورې info
التفاسير:

external-link copy
39 : 15

قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَلَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

15-39 ويې ويل: اى زما ربه! په سبب د دې چې تا زه ګمراه كړم خامخا هرومرو به زه په ځمكه كې د دوى لپاره ښكلي كول كوم (ګناهونه او نافرمانۍ به ورته ښكلي كوم) او خامخا هرومرو به زه دوى ټول ګمراه كوم info
التفاسير:

external-link copy
40 : 15

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

15-40 مګر په دوى كې ستا خالص كړى شوي بنده ګان info
التفاسير:

external-link copy
41 : 15

قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ ۟

15-41 ويې فرمایل: دا لار ده چې تر ما پورې نېغه (رارسېدلې) ده info
التفاسير:

external-link copy
42 : 15

اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟

15-42 بېشكه زما بنده ګان چې دي نشته تا لپاره په دوى باندې هېڅ غلبه مګر هغه چې ستا پیروي كوي له ګمراهانو څخه info
التفاسير:

external-link copy
43 : 15

وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

15-43 او بېشكه جهنم، خامخا د دوى د ټولو د وعدې ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
44 : 15

لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ— لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ ۟۠

15-44 د هغه اوه دروازې دي، د هرې دروازې لپاره به تقسیم (بېله) كړى شوې برخه وي له دوى نه info
التفاسير:

external-link copy
45 : 15

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ؕ

15-45 بېشكه متقیان به په باغونو او چینو كې وي info
التفاسير:

external-link copy
46 : 15

اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ ۟

15-46 (چې ورته ويل به شي:) تاسو دغو ته په سلامتۍ سره ننوځئ، په داسې حال كې چې په امن كې به یئ info
التفاسير:

external-link copy
47 : 15

وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

15-47 او مونږ به وباسو هغه كینه چې د دوى په سینو كې وي، په داسې حال كې چې وروڼه به وي، په تختونو به یو بل ته مخامخ ناست وي info
التفاسير:

external-link copy
48 : 15

لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ ۟

15-48 دوى ته به په دغو (جنتونو) كې هېڅ تكلیف (ستړې والى) نه رسېږي او نه به دوى له دغو نه كله هم وېستلى شي info
التفاسير:

external-link copy
49 : 15

نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

15-49 ته زما بنده ګانو ته خبر وركړه چې بېشكه زه، همدا زه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى یم info
التفاسير:

external-link copy
50 : 15

وَاَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ ۟

15-50 او دا چې بېشكه زما عذاب، هم هغه ډېر دردوونكى عذاب دى info
التفاسير:

external-link copy
51 : 15

وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

15-51 او ته دوى ته د ابراهیم د مېلمنو په باره كې خبر وركړه info
التفاسير:

external-link copy
52 : 15

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ اِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُوْنَ ۟

15-52 كله چې هغوى پر هغه ورننوتل، نو هغوى وویل: (مونږ سلام وایو) سلام ویل: هغه وویل: بېشكه مونږ له تاسو څخه وېرېدونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
53 : 15

قَالُوْا لَا تَوْجَلْ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟

15-53 هغوى وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه مونږ تا ته د ډېر پوه هلك زېرى دركوو info
التفاسير:

external-link copy
54 : 15

قَالَ اَبَشَّرْتُمُوْنِیْ عَلٰۤی اَنْ مَّسَّنِیَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُوْنَ ۟

15-54 هغه وویل: ایا تاسو ما ته زېرى راكړ، سره له دې چې ما ته زوړوالى (بوډاوالى) را رسېدلى دى، نو تاسو په كومه وجه زېرى راكوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
55 : 15

قَالُوْا بَشَّرْنٰكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْقٰنِطِیْنَ ۟

15-55 هغوى وویل: مونږ تا ته په حقه سره زېرى دركړى دى، نو ته له ناامېدانو نه مه كېږه info
التفاسير:

external-link copy
56 : 15

قَالَ وَمَنْ یَّقْنَطُ مِنْ رَّحْمَةِ رَبِّهٖۤ اِلَّا الضَّآلُّوْنَ ۟

15-56 هغه وویل: له ګمراهانو نه غیر (بل) څوك دى چې د خپل رب له رحمت نه به ناامېده كېږي! info
التفاسير:

external-link copy
57 : 15

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

15-57 هغه وویل: نو ستاسو (نور) څه مقصد دى، اى رالېږل شویو؟ info
التفاسير:

external-link copy
58 : 15

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

15-58 هغوى وویل: یقینًا مونږ د مجرم قوم په طرف رالېږل شوي یو info
التفاسير:

external-link copy
59 : 15

اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— اِنَّا لَمُنَجُّوْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

15-59 غیر له آلِ لوط نه، بېشكه مونږ خامخا هغوى ټولو ته نجات وركوونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
60 : 15

اِلَّا امْرَاَتَهٗ قَدَّرْنَاۤ ۙ— اِنَّهَا لَمِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟۠

15-60 (خو) د هغه له ښځې نه غير، مونږ دا فیصله كړې ده چې یقینًا هغه به لازمًا له وروسته پاتې كېدونكو څخه وي info
التفاسير:

external-link copy
61 : 15

فَلَمَّا جَآءَ اٰلَ لُوْطِ ١لْمُرْسَلُوْنَ ۟ۙ

15-61 نو كله چې د لوط آل ته رالېږل شوي (ملايك) راغلل info
التفاسير:

external-link copy
62 : 15

قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟

15-62 هغه وویل: بېشكه تاسو یو ناپېژندګلو خلق یئ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 15

قَالُوْا بَلْ جِئْنٰكَ بِمَا كَانُوْا فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟

15-63 هغوى وویل: بلكې مونږ تا ته هغه (عذاب) راوړى دى چې دوى به په هغه كې شك كاوه info
التفاسير:

external-link copy
64 : 15

وَاَتَیْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟

15-64 او مونږ تا ته حق راوړى دى او بېشكه مونږ یقینًا رښتيني یو info
التفاسير:

external-link copy
65 : 15

فَاَسْرِ بِاَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ الَّیْلِ وَاتَّبِعْ اَدْبَارَهُمْ وَلَا یَلْتَفِتْ مِنْكُمْ اَحَدٌ وَّامْضُوْا حَیْثُ تُؤْمَرُوْنَ ۟

15-65 نو ته خپل اهل د شپې په یوه حصه كې بوځه او ته د دوى شا ته ورپسې ځه او په تاسو كې دې هیڅوك بېرته نه ګوري او ځئ هغه ځاى ته چې تاسو ته يې حكم كېږي info
التفاسير:

external-link copy
66 : 15

وَقَضَیْنَاۤ اِلَیْهِ ذٰلِكَ الْاَمْرَ اَنَّ دَابِرَ هٰۤؤُلَآءِ مَقْطُوْعٌ مُّصْبِحِیْنَ ۟

15-66 او مونږ هغه ته د دې كار فیصله وحي كړه چې یقینًا د دې خلقو بېخ پرې كېدونكى دى، په دې حال كې چې دوى به په سبا كې داخلېدونكي وي info
التفاسير:

external-link copy
67 : 15

وَجَآءَ اَهْلُ الْمَدِیْنَةِ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

15-67 او د ښار اوسېدونكي راغلل چې ډېره خوشحالي يې كوله info
التفاسير:

external-link copy
68 : 15

قَالَ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ ضَیْفِیْ فَلَا تَفْضَحُوْنِ ۟ۙ

15-68 وویل (لوط): بېشكه دا زما مېلمانه دي، نو تاسو ما مه شرموئ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 15

وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَلَا تُخْزُوْنِ ۟

15-69 او له الله نه ووېرېږئ او ما مه سپكوئ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 15

قَالُوْۤا اَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟

15-70 هغوى وویل: ایا ته مونږ خلقو (ته له پناه وركولو) نه نه وې منع كړى؟ info
التفاسير:

external-link copy
71 : 15

قَالَ هٰۤؤُلَآءِ بَنَاتِیْۤ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟ؕ

15-71 هغه وویل: دا زما لوڼه دي كه تاسو (له دوى سره نكاح) كوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 15

لَعَمْرُكَ اِنَّهُمْ لَفِیْ سَكْرَتِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

15-72 ستا په عمر مې دې قسم وي! بېشكه دوى خامخا به خپلې مستۍ (نشه) كې سرګردان دي info
التفاسير:

external-link copy
73 : 15

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُشْرِقِیْنَ ۟ۙ

15-73 نو دوى يو هیبتناك غږ ونیول، په داسې حال كې چې د لمرختو په وخت كې داخلېدونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
74 : 15

فَجَعَلْنَا عَالِیَهَا سَافِلَهَا وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ سِجِّیْلٍ ۟ؕ

15-74 نو مونږ د هغه(ښار) پورته طرف ښكته طرف وګرځاوه او په دوى باندې مونږ د كوتكاڼو كاڼي وورول info
التفاسير:

external-link copy
75 : 15

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِیْنَ ۟

15-75 بېشكه په دې كې خامخا د پوهو، عبرت اخيستونكو لپاره نښې دي info
التفاسير:

external-link copy
76 : 15

وَاِنَّهَا لَبِسَبِیْلٍ مُّقِیْمٍ ۟

15-76 او بېشكه دغه (ښاریه) خامخا په سمه (چلنده) لار كې پرته ده info
التفاسير:

external-link copy
77 : 15

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ

15-77 بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا غټه نښه ده info
التفاسير:

external-link copy
78 : 15

وَاِنْ كَانَ اَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ لَظٰلِمِیْنَ ۟ۙ

15-78 او بېشكه شان دا دى چې د ځنګل والا یقینًا ظالمان وو info
التفاسير:

external-link copy
79 : 15

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ ۘ— وَاِنَّهُمَا لَبِاِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ۠

15-79 نو مونږ له هغوى نه انتقام واخيست او بېشكه دغه دواړه (ښارونه) پر لویه ښكاره لار پراته دي info
التفاسير:

external-link copy
80 : 15

وَلَقَدْ كَذَّبَ اَصْحٰبُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

15-80 او یقینًا یقینًا حِجر والاوو د رسولانو تكذیب كړى و info
التفاسير:

external-link copy
81 : 15

وَاٰتَیْنٰهُمْ اٰیٰتِنَا فَكَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟ۙ

15-81 او مونږ هغوى ته خپلې نښې ور (ښكاره) كړې وې، نو دوى له هغو نه مخ ګرځوونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
82 : 15

وَكَانُوْا یَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا اٰمِنِیْنَ ۟

15-82 او دوى به له غرونو څخه كوټې توږلې، په دې حال كې چې په امن به وو info
التفاسير:

external-link copy
83 : 15

فَاَخَذَتْهُمُ الصَّیْحَةُ مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

15-83 نو دوى یو هیبتناك غږ ونیول، په داسې حال كې چې په سبا كې داخلېدونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
84 : 15

فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ؕ

15-84 نو د دوى په كار رانغلل هغه (شیان) چې دوى به حاصلول info
التفاسير:

external-link copy
85 : 15

وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَاِنَّ السَّاعَةَ لَاٰتِیَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِیْلَ ۟

15-85 او مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دې دواړو په مينځ كې دي ؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او بېشكه قیامت خامخا راتلونكى دى، نو ته (له دوى څخه) څنګ وكړه په ښكلو څنګ كولو سره info
التفاسير:

external-link copy
86 : 15

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟

15-86 بېشكه ستا رب، هم دى ښه پیداكوونكى، بې حده علم والا دى info
التفاسير:

external-link copy
87 : 15

وَلَقَدْ اٰتَیْنٰكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِیْ وَالْقُرْاٰنَ الْعَظِیْمَ ۟

15-87 او یقینًا یقینًا مونږ تا ته بیا بیا لوستل كېدونكي اوه ایتونه دركړي دي او عظیم قرآن (هم) info
التفاسير:

external-link copy
88 : 15

لَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

15-88 او ته خپلې سترګې هغو شیانو ته مه ور اوږدې كوه (مه پورته كوه) چې مونږ په هغو سره فايده وركړې ده دغو خلقو ته، چې قسم قسم شیان دي او په دوى باندې مه غمګین كېږه او خپل وزر د مومنانو لپاره ښكته كړه info
التفاسير:

external-link copy
89 : 15

وَقُلْ اِنِّیْۤ اَنَا النَّذِیْرُ الْمُبِیْنُ ۟ۚ

15-89 او ته ووایه: بېشكه زه چې یم، هم دا زه ښكاره وېروونكى یم info
التفاسير:

external-link copy
90 : 15

كَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَی الْمُقْتَسِمِیْنَ ۟ۙ

15-90 (له داسې عذابه) لكه څنګه چې مونږ نازل كړى و په تقسیموونكو باندې info
التفاسير:

external-link copy
91 : 15

الَّذِیْنَ جَعَلُوا الْقُرْاٰنَ عِضِیْنَ ۟

15-91 هغه كسان چې قرآن يې ټوټې ټوټې كړى و info
التفاسير:

external-link copy
92 : 15

فَوَرَبِّكَ لَنَسْـَٔلَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

15-92 نو قسم دى په رب ستا چې خامخا هرومرو به مونږ له دوى ټولو څخه تپوس كوو info
التفاسير:

external-link copy
93 : 15

عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

15-93 د هغو كارونو په باره كې چې دوى به كول info
التفاسير:

external-link copy
94 : 15

فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَاَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

15-94 نو ته ښه ښكاره بیان كړه هغه څه چې تا ته يې حكم كولى شي او له مشركانو نه مخ واړوه info
التفاسير:

external-link copy
95 : 15

اِنَّا كَفَیْنٰكَ الْمُسْتَهْزِءِیْنَ ۟ۙ

15-95 بېشكه مونږ ستا لپاره (ستا) استهزا كوونكو ته كافي شوي یو info
التفاسير:

external-link copy
96 : 15

الَّذِیْنَ یَجْعَلُوْنَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۚ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

15-96 هغه كسان چې له الله سره نور معبودان مقرروي (شریكوي) نو ژر به دوى پوه شي info
التفاسير:

external-link copy
97 : 15

وَلَقَدْ نَعْلَمُ اَنَّكَ یَضِیْقُ صَدْرُكَ بِمَا یَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

15-97 او یقینًا یقینًا مونږ ته معلوم دي چې بېشكه ستا سینه تنګېږي په هغو خبرو چې دوى يې وايي info
التفاسير:

external-link copy
98 : 15

فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَ ۟ۙ

15-98 نو ته د خپل رب له حمد (ستاینې) سره تسبیح وایه او ته شه له سجده كوونكو څخه info
التفاسير:

external-link copy
99 : 15

وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰی یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ ۟۠

15-99 او د خپل رب عبادت كوه تر هغه پورې چې تا ته یقین (مرګ) راشي info
التفاسير: