Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: اسراء   آیت:
وَبِالْحَقِّ اَنْزَلْنٰهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۘ
17-105 او په حقه سره مونږ دا نازل كړى دى او په حقه سره نازل شوى دى او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى
عربي تفسیرونه:
وَقُرْاٰنًا فَرَقْنٰهُ لِتَقْرَاَهٗ عَلَی النَّاسِ عَلٰی مُكْثٍ وَّنَزَّلْنٰهُ تَنْزِیْلًا ۟
17-106 او (مونږ) قرآن (نازل كړى دى) مونږ هغه ټوټه ټوټه (نازل) كړى دى، د دې لپاره چې ته دا خلقو ته ولولې په ارام (او وقفې) سره او مونږ دا نازل كړى دى (لږ لږ) نازلول
عربي تفسیرونه:
قُلْ اٰمِنُوْا بِهٖۤ اَوْ لَا تُؤْمِنُوْا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهٖۤ اِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ یَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ سُجَّدًا ۟ۙ
17-107 ته (دوى ته) ووایه چې تاسو پر ده ایمان راوړئ، یا ایمان مه راوړئ، بېشكه هغه كسان چې له دغه (قرآن) نه مخكې هغوى ته علم وركړى شوى دى، كله چې هغوى ته دا لوستى شي (نو) هغوى په (اړخ د) خپلو زنو باندې نسكور پرېوځي، چې سجده كوونكي وي
عربي تفسیرونه:
وَّیَقُوْلُوْنَ سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنْ كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُوْلًا ۟
17-108 او وايي زمونږ رب ته پاكي ده، بېشكه زمونږ د رب وعده خامخا كېدونكې ده
عربي تفسیرونه:
وَیَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ یَبْكُوْنَ وَیَزِیْدُهُمْ خُشُوْعًا ۟
17-109 او دوى پر خپلو زنو نسكور پرېوځي، چې ژاړي او عاجزي يې (د قرآن اورېدل) ورته ورزیاته كړي
عربي تفسیرونه:
قُلِ ادْعُوا اللّٰهَ اَوِ ادْعُوا الرَّحْمٰنَ ؕ— اَیًّا مَّا تَدْعُوْا فَلَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ۚ— وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًا ۟
17-110 ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغهٔ لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه او ته (قراءت د) خپل لمونځ ډېر مه ظاهروه او مه يې ډېر پټوه او د دې دواړو په مینځ كې (منځنۍ) لار ولټوه
عربي تفسیرونه:
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَمْ یَتَّخِذْ وَلَدًا وَّلَمْ یَكُنْ لَّهٗ شَرِیْكٌ فِی الْمُلْكِ وَلَمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلِیٌّ مِّنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِیْرًا ۟۠
17-111 او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره په بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغهٔ لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او تهٔ د هغه لويي بیانوه، لويي كامله
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: اسراء
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول