Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: کهف   آیت:
اِنَّا مَكَّنَّا لَهٗ فِی الْاَرْضِ وَاٰتَیْنٰهُ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ سَبَبًا ۟ۙ
18-84 بېشكه مونږ هغه ته په ځمكه كې اقتدار وركړى و او مونږ هغه ته له هر شي نه یوه لاره (او وسيله) وركړې وه
عربي تفسیرونه:
فَاَتْبَعَ سَبَبًا ۟
18-85 نو هغه لاره ونیوله (او هغه اسباب هم چې مغرب ته يې ورساوه)
عربي تفسیرونه:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِیْ عَیْنٍ حَمِئَةٍ وَّوَجَدَ عِنْدَهَا قَوْمًا ؕ۬— قُلْنَا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِمَّاۤ اَنْ تُعَذِّبَ وَاِمَّاۤ اَنْ تَتَّخِذَ فِیْهِمْ حُسْنًا ۟
18-86 تر هغه پورې چې كله دى د لمر پریوتو ځاى ته ورسېده (نو) ده دغه (لمر) ومونده چې د تورو خټو په لویه چینه كې ډوبېده، او ده هغې(چینې) ته نژدې یو قوم ومونده، مونږ وویل: اى ذوالقرنینه! (تا ته اختيار حاصل دى چې) یا خو تهٔ (دوى ته) عذاب وركړه او یا دا چې ته د دوى په هكله ښه لار ونیسه
عربي تفسیرونه:
قَالَ اَمَّا مَنْ ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهٗ ثُمَّ یُرَدُّ اِلٰی رَبِّهٖ فَیُعَذِّبُهٗ عَذَابًا نُّكْرًا ۟
18-87 ده وویل: هر چې هغه كس دى چې (له دې نه بعد) ظلم (شرك) وكړي، نو ژر به مونږ هغه ته (دنيايي) سزا وركړو، بیا به هغه خپل رب ته بېرته بوتللى شي، نو هغه به ده ته عذاب وركړي ډېر سخت عذاب
عربي تفسیرونه:
وَاَمَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهٗ جَزَآءَ ١لْحُسْنٰی ۚ— وَسَنَقُوْلُ لَهٗ مِنْ اَمْرِنَا یُسْرًا ۟ؕ
18-88 او پاتې شو هغه كس چې ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو د هغه لپاره په بدله كې غوره ښېګڼه ده (چې جنت دى) او ژر ده چې مونږ به هغه ته زمونږ په كار كې پیدا كړو
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟
18-89 بیا ده بله لاره ونیوله (او هغه اسباب هم چې مشرق ته يې ورساوه)
عربي تفسیرونه:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلٰی قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَلْ لَّهُمْ مِّنْ دُوْنِهَا سِتْرًا ۟ۙ
18-90 تر هغه پورې چې كله دى د لمر ختو ځاى ته ورسېده (،نو) دغه (لمر) يې ومونده چې پر داسې قوم راخېژي چې مونږ هغوى ته د دغه (لمر) په وړاندې كومه پرده نه وه ګرځولې
عربي تفسیرونه:
كَذٰلِكَ ؕ— وَقَدْ اَحَطْنَا بِمَا لَدَیْهِ خُبْرًا ۟
18-91 همداسې (حال) و او یقینًا مونږ د خبردارۍ په لحاظ پر هغه څه احاطه كړې وه چې له ده سره وو
عربي تفسیرونه:
ثُمَّ اَتْبَعَ سَبَبًا ۟
18-92 بیا ده بله لاره ونیوله (او نور اسباب يې تیار كړل)
عربي تفسیرونه:
حَتّٰۤی اِذَا بَلَغَ بَیْنَ السَّدَّیْنِ وَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمَا قَوْمًا ۙ— لَّا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ قَوْلًا ۟
18-93 تر هغه پورې چې كله دى د دوه غرونو مینځ ته ورسېده (،نو) د دغو دواړو وړاندې يې داسې قوم ومونده چې نژدې نه وو چې دوى (د ذوالقرنین) پر خبره پوه شي
عربي تفسیرونه:
قَالُوْا یٰذَا الْقَرْنَیْنِ اِنَّ یَاْجُوْجَ وَمَاْجُوْجَ مُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلٰۤی اَنْ تَجْعَلَ بَیْنَنَا وَبَیْنَهُمْ سَدًّا ۟
18-94 دوى وویل: اى ذوالقرنینه! بېشكه یاجوج او ماجوج په ځمكه كې فساد كوونكي دي، نو ایا مونږ تا لپاره لګښت مقرر كړو، د دې لپاره چې ته زمونږ په مینځ كې او د دوى مینځ كې یو دېوال جوړ كړې؟
عربي تفسیرونه:
قَالَ مَا مَكَّنِّیْ فِیْهِ رَبِّیْ خَیْرٌ فَاَعِیْنُوْنِیْ بِقُوَّةٍ اَجْعَلْ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ رَدْمًا ۟ۙ
18-95 ده وویل: هغه څیزونه چې ما ته زما رب په (استعمال د) هغو كې قدرت راكړى دى (هغه) ډېر غوره دي، نو تاسو زما سره مرسته په محنت (او كار) سره وكړئ، زه به ستاسو په مینځ كې او د دوى په مینځ كې ښه مضبوط دېوال جوړ كړم
عربي تفسیرونه:
اٰتُوْنِیْ زُبَرَ الْحَدِیْدِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا سَاوٰی بَیْنَ الصَّدَفَیْنِ قَالَ انْفُخُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَعَلَهٗ نَارًا ۙ— قَالَ اٰتُوْنِیْۤ اُفْرِغْ عَلَیْهِ قِطْرًا ۟ؕ
18-96 تاسو ما ته د اوسپنې تختې راكړئ، تر هغه پورې (يې ایښودلې چې) كله دغه (دېوال) د (غرونو) دوو څوكو په مینځ كې برابر شو، ويې ویل چې پو كړئ، تر هغه پورې چې كله يې دغه (اوسپنه) اور وګرځوله (،نو) ويې ويل: تاسو ما ته راوړئ چې زه پر دې (دېوال) وېلې كړى شوې تانبه وغورځوم
عربي تفسیرونه:
فَمَا اسْطَاعُوْۤا اَنْ یَّظْهَرُوْهُ وَمَا اسْتَطَاعُوْا لَهٗ نَقْبًا ۟
18-97 نو د دوى به طاقت نه وي چې پر ده وخېژي او نه به دوى د سوري كولو طاقت ولرلى شي
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: کهف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول