Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: قصص   آیت:
وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَآءَ مَدْیَنَ قَالَ عَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یَّهْدِیَنِیْ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟
28-22 او كله چې يې د مدین په طرف مخه كړه، ويې ويل:امېد دى چې زما رب به ما ته نېغه لار راوښيي
عربي تفسیرونه:
وَلَمَّا وَرَدَ مَآءَ مَدْیَنَ وَجَدَ عَلَیْهِ اُمَّةً مِّنَ النَّاسِ یَسْقُوْنَ ؗ۬— وَوَجَدَ مِنْ دُوْنِهِمُ امْرَاَتَیْنِ تَذُوْدٰنِ ۚ— قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ؕ— قَالَتَا لَا نَسْقِیْ حَتّٰی یُصْدِرَ الرِّعَآءُ ٚ— وَاَبُوْنَا شَیْخٌ كَبِیْرٌ ۟
28-23 او كله چې د مدین اوبو ته ورسېده، نو د هغه (كوهي) په خوا كې يې د خلقو یوه ډله وموندله چې اوبه يې وركولې او له هغوى نه يې رابېرته دوه ښځې وموندلې چې خپل څاروي يې رامنع كول، ويې ويل:ستاسو څه معامله ده؟ هغوى وویل: مونږ (څارویو ته) اوبه نه وركوو تر هغه پورې چې شپانه بېرته (سره له ماله) لاړ شي او زمونږ پلار عمر خوړلى بوډا دى
عربي تفسیرونه:
فَسَقٰی لَهُمَا ثُمَّ تَوَلّٰۤی اِلَی الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ اِنِّیْ لِمَاۤ اَنْزَلْتَ اِلَیَّ مِنْ خَیْرٍ فَقِیْرٌ ۟
28-24 نو (د) هغو (كنډك) ته يې اوبه وركړې، بیا سیوري ته وګرځېده، نو ويې ويل:اى زما ربه! بېشكه زه هر هغه څیز ته چې ته يې ما ته نازلوې له خیره ځنې؛ محتاج یم
عربي تفسیرونه:
فَجَآءَتْهُ اِحْدٰىهُمَا تَمْشِیْ عَلَی اسْتِحْیَآءٍ ؗ— قَالَتْ اِنَّ اَبِیْ یَدْعُوْكَ لِیَجْزِیَكَ اَجْرَ مَا سَقَیْتَ لَنَا ؕ— فَلَمَّا جَآءَهٗ وَقَصَّ عَلَیْهِ الْقَصَصَ ۙ— قَالَ لَا تَخَفْ ۫— نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
28-25 نو په دغو دواړو كې یوه ده ته راغله چې په ډېرې حیا سره يې تګ كاوه، ويې ويل:بېشكه زما پلار تا غواړي، د دې لپاره چې تا ته اجر (حق) دركړې د هغه عمل چې تا مونږ ته (زمونږ څاروي) اوبه كړي وو، نو كله چې هغه ده ته راغى او ده ته يې (خپله) قصه بیان كړه، ويې ويل:ته مه وېرېږه (اوس) ته له ظالم قوم نه خلاص شوى يې
عربي تفسیرونه:
قَالَتْ اِحْدٰىهُمَا یٰۤاَبَتِ اسْتَاْجِرْهُ ؗ— اِنَّ خَیْرَ مَنِ اسْتَاْجَرْتَ الْقَوِیُّ الْاَمِیْنُ ۟
28-26 په دواړو كې یوې وویل: اى زما پلار جانه! ته دا مزدور ونیسه، بېشكه ترټولو غوره په هغه چا كې چې ته يې مزدور نیسې، هغه دى چې ښه قوتناك او امانتګر وي
عربي تفسیرونه:
قَالَ اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ اُنْكِحَكَ اِحْدَی ابْنَتَیَّ هٰتَیْنِ عَلٰۤی اَنْ تَاْجُرَنِیْ ثَمٰنِیَ حِجَجٍ ۚ— فَاِنْ اَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ ۚ— وَمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ اَشُقَّ عَلَیْكَ ؕ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
28-27 ويې ويل:بېشكه زه غواړم په خپلو دغو دوه لوڼو كې یوه تا ته په نكاح دركړم، په دې شرط چې ته به اته كاله زما مزدوري كوې، نو كه تا لس كاله پوره كړل، نو ستا له اړخه به (احسان) وي، او زه په تا باندې مشقت اچول نه غواړم، ژر ده چې ته به ما له نېكانو څخه ومومې، كه الله وغواړي (ان شاء الله)
عربي تفسیرونه:
قَالَ ذٰلِكَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ ؕ— اَیَّمَا الْاَجَلَیْنِ قَضَیْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَیَّ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی مَا نَقُوْلُ وَكِیْلٌ ۟۠
28-28 ويې ويل:دا دى (عهد مقرر) زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې، په دغو دواړو نېټو كې چې كومه ما پوره كړه، نو په ما به (نور) هېڅ زیاتى نه وي، او څه چې مونږ وایو، الله پرې ګواه دى
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: قصص
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول