د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

روم

external-link copy
1 : 30

الٓمّٓ ۟ۚ

30-1 الف، لام، ميم info
التفاسير:

external-link copy
2 : 30

غُلِبَتِ الرُّوْمُ ۟ۙ

30-2 رومیان مغلوب كړى شول info
التفاسير:

external-link copy
3 : 30

فِیْۤ اَدْنَی الْاَرْضِ وَهُمْ مِّنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَیَغْلِبُوْنَ ۟ۙ

30-3 په ډېرې نزدې ځمكه كې، او دوى به د خپل مغلوب كېدو نه وروسته ژر غالب شي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 30

فِیْ بِضْعِ سِنِیْنَ ؕ۬— لِلّٰهِ الْاَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ ؕ— وَیَوْمَىِٕذٍ یَّفْرَحُ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

30-4 په څو كلونو كې خاص الله ته حكم دى له دې نه مخكې او له دې نه وروسته او په دغې ورځ به مومنان خوشاله شي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 30

بِنَصْرِ اللّٰهِ ؕ— یَنْصُرُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

30-5 د الله په مدد، هغه مدد كوي چا ته چې وغواړي او همغه ښه غالب، ښه مهربان دى info
التفاسير:

external-link copy
6 : 30

وَعْدَ اللّٰهِ ؕ— لَا یُخْلِفُ اللّٰهُ وَعْدَهٗ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

30-6 وعده كول د الله، الله د خپلې وعدې مخالفت نه كوي او لېكن د خلقو زیاتره نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 30

یَعْلَمُوْنَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۖۚ— وَهُمْ عَنِ الْاٰخِرَةِ هُمْ غٰفِلُوْنَ ۟

30-7 دوى د دنيايي ژوند په ظاهري (او سرسري شیانو) پوهېږي، په داسې حال كې چې دوى له اخرته هم دوى غافلان دي info
التفاسير:

external-link copy
8 : 30

اَوَلَمْ یَتَفَكَّرُوْا فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ ۫— مَا خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ بِلِقَآئِ رَبِّهِمْ لَكٰفِرُوْنَ ۟

30-8 ایا دوى په خپلو نفسونو كې فكر نه دى كړى، چې الله اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او په ټاكلې نېټې سره او بېشكه ډېر له خلقو ځنې د خپل رب په ملاقات خامخا منكران(او كافران) دي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 30

اَوَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَانُوْۤا اَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَّاَثَارُوا الْاَرْضَ وَعَمَرُوْهَاۤ اَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوْهَا وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— فَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟ؕ

30-9 ایا دوى په ځمكه كې نه ګرځي، نو چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت وو او هغوى ځمكه څیروله او دا يې اباده كړې وه ډېره له هغې نه چې دوى دغه اباده كړې ده او دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو الله كله هم داسې نه و چې په دوى ظلم وكړي او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه info
التفاسير:

external-link copy
10 : 30

ثُمَّ كَانَ عَاقِبَةَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوا السُّوْٓاٰۤی اَنْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَكَانُوْا بِهَا یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

30-10 بیا د هغو كسانو انجام، چې بد يې كړي وو، ډېر بد و، په دې سبب چې دوى د الله د ایتونو تكذیب كړى و او په دغو (ایتونو) پورې به يې استهزا كولې info
التفاسير:

external-link copy
11 : 30

اَللّٰهُ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

30-11 الله اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به يې اعاده كوي، بیا به خاص هغه ته ورګرځولى شي info
التفاسير:

external-link copy
12 : 30

وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُبْلِسُ الْمُجْرِمُوْنَ ۟

30-12 او په هغې ورځ چې قیامت قايم شي، مجرمان به ناامېده شي info
التفاسير:

external-link copy
13 : 30

وَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ مِّنْ شُرَكَآىِٕهِمْ شُفَعٰٓؤُا وَكَانُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ كٰفِرِیْنَ ۟

30-13 او د دوى لپاره به د دوى په شریكانو كې هېڅ شفاعت كوونكي نه وي او دوى به له خپلو شریكانو نه منكران (كافران) شي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 30

وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یَوْمَىِٕذٍ یَّتَفَرَّقُوْنَ ۟

30-14 او په كومه ورځ چې قیامت قايم شي، په دغې ورځ به دوى بېل بېل شي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 30

فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ فَهُمْ فِیْ رَوْضَةٍ یُّحْبَرُوْنَ ۟

30-15 نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو دوى به په باغ (جنت) كې خوشالولى شي info
التفاسير:

external-link copy
16 : 30

وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَلِقَآئِ الْاٰخِرَةِ فَاُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ ۟

30-16 او پاتې شو هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ د ایتونو او د اخرت د ملاقات تكذیب يې كړى دى، نو دغه كسان به په عذاب كې حاضر كړى شوي وي info
التفاسير:

external-link copy
17 : 30

فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ حِیْنَ تُمْسُوْنَ وَحِیْنَ تُصْبِحُوْنَ ۟

30-17 نو (وايئ) د الله تسبیح كله چې تاسو ماښام كوئ او كله چې تاسو سبا كوئ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 30

وَلَهُ الْحَمْدُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَعَشِیًّا وَّحِیْنَ تُظْهِرُوْنَ ۟

30-18 او خاص هغه لره ستاينئ دي په اسمانونو اوپه ځمكه كې او (تسبیح وايئ) د ورځې په اخره برخه كې او كله چې تاسو ماسپښین كوئ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 30

یُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَیُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَیُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— وَكَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟۠

30-19 هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه مړى راوباسي او ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كوي او همداسې به تاسو راویستل كېږئ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَكُمْ مِّنْ تُرَابٍ ثُمَّ اِذَاۤ اَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُوْنَ ۟

30-20 او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ info
التفاسير:

external-link copy
21 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوْۤا اِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَكُمْ مَّوَدَّةً وَّرَحْمَةً ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟

30-21 او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي info
التفاسير:

external-link copy
22 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافُ اَلْسِنَتِكُمْ وَاَلْوَانِكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْعٰلِمِیْنَ ۟

30-22 او د هغه له نښو ځنې د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره info
التفاسير:

external-link copy
23 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ مَنَامُكُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَآؤُكُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟

30-23 او د هغه له نښو نه ستاسو خوب دى، په شپه او ورځ كې او ستاسو لټول دي د هغه له فضله، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري info
التفاسير:

external-link copy
24 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ یُرِیْكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَّطَمَعًا وَّیُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَیُحْیٖ بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟

30-24 او د هغه له نښو ځنې(دا) دي چې هغه تاسو ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښیي او له بره نه اوبه نازلوي، بیا په دغو (اوبو) سره ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ نه وروسته، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي info
التفاسير:

external-link copy
25 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ تَقُوْمَ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ بِاَمْرِهٖ ؕ— ثُمَّ اِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً ۖۗ— مِّنَ الْاَرْضِ اِذَاۤ اَنْتُمْ تَخْرُجُوْنَ ۟

30-25 او د هغه له نښو څخه (دا) دي چې اسمان او ځمكه د هغه په حكم سره ولاړ دي، بیا چې كله هغه تاسو راوبلي، یوځل بلل، له ځمكې نه، (نو) ناڅاپه به تاسو (ژوندي) راوځئ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 30

وَلَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلٌّ لَّهٗ قٰنِتُوْنَ ۟

30-26 او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (دغه) ټول د همده اطاعت كوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
27 : 30

وَهُوَ الَّذِیْ یَبْدَؤُا الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ وَهُوَ اَهْوَنُ عَلَیْهِ ؕ— وَلَهُ الْمَثَلُ الْاَعْلٰى فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

30-27 او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي او خاص هغه لره تر ټولو لوړ شان (او صفت) دى په اسمانونو اوځمكه كې او هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
28 : 30

ضَرَبَ لَكُمْ مَّثَلًا مِّنْ اَنْفُسِكُمْ ؕ— هَلْ لَّكُمْ مِّنْ مَّا مَلَكَتْ اَیْمَانُكُمْ مِّنْ شُرَكَآءَ فِیْ مَا رَزَقْنٰكُمْ فَاَنْتُمْ فِیْهِ سَوَآءٌ تَخَافُوْنَهُمْ كَخِیْفَتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ ؕ— كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟

30-28 هغه (الله) تاسو ته ستاسو له ځانونو نه یو مثال بیانوي (هغه دا چې) ایا تاسو لپاره ستاسو له مریانو څخه په هغه (مال) كې چې مونږ تاسو ته دركړى دى، څوك شریكان شته؟ نو چې تاسو (ټول) په هغه (مال) كې سره برابر يئ چې تاسو له دوى نه داسې وېرېږئ لكه ستاسو وېره كول له خپلو ځانونو (ازادو شریكانو) نه، همداسې مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلئ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 30

بَلِ اتَّبَعَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ۚ— فَمَنْ یَّهْدِیْ مَنْ اَضَلَّ اللّٰهُ ؕ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

30-29 بلكې هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى، بې له علمه د خپلو خواهشاتو پيروي وكړه، نو هغه چا ته به څوك هدایت وكړي چې الله ګمراه كړى دى او د دوى لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته info
التفاسير:

external-link copy
30 : 30

فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ حَنِیْفًا ؕ— فِطْرَتَ اللّٰهِ الَّتِیْ فَطَرَ النَّاسَ عَلَیْهَا ؕ— لَا تَبْدِیْلَ لِخَلْقِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۙۗ— وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۗۙ

30-30 نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم(نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
31 : 30

مُنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ وَاتَّقُوْهُ وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ

30-31 په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكي يئ او له هغه نه ووېرېږئ او لمونځ قايم كړئ او له مشركانو څخه مه كېږئ info
التفاسير:

external-link copy
32 : 30

مِنَ الَّذِیْنَ فَرَّقُوْا دِیْنَهُمْ وَكَانُوْا شِیَعًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟

30-32 له هغو كسانو څخه چې خپل دین يې تار په تار كړى دى او ډلې ډلې (پارټۍ پارټۍ) شوي دي، هره یوه ډله په هغه څه سره چې له دوى سره دي؛ ډېره خوشحاله ده info
التفاسير:

external-link copy
33 : 30

وَاِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُّنِیْبِیْنَ اِلَیْهِ ثُمَّ اِذَاۤ اَذَاقَهُمْ مِّنْهُ رَحْمَةً اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

30-33 او كله چې خلقو ته ضرر ورسېږي (نو) دوى خپل رب بولي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكي وي، بیا چې كله هغه (الله) له خپل جانبه په دوى رحمت وڅكوي، ناڅاپه په دوى كې یوه ډله له خپل رب سره شریكان نیسي info
التفاسير:

external-link copy
34 : 30

لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۥ— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟

30-34 د دې لپاره چې دوى د هغه څه ناشكري وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي، نوتاسو فايده واخلئ، پس ژر به تاسو پوه شئ info
التفاسير:

external-link copy
35 : 30

اَمْ اَنْزَلْنَا عَلَیْهِمْ سُلْطٰنًا فَهُوَ یَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوْا بِهٖ یُشْرِكُوْنَ ۟

30-35 ایا مونږ په دوى باندې كوم د لیل نازل كړى دى، نو دغه (دليل دوى ته) د هغه شي خبرې كوي چې دوى به د دغه (الله) سره شريكاوه info
التفاسير:

external-link copy
36 : 30

وَاِذَاۤ اَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوْا بِهَا ؕ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ اِذَا هُمْ یَقْنَطُوْنَ ۟

30-36 او كله چې مونږ په خلقو خپل رحمت وڅَكوو (نو) دوى په هغه خوشحال شي او كه دوى ته څه سختي ورسېږي د هغو عملونو په سبب چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي (نو) ناڅاپه دوى ناامېده شي info
التفاسير:

external-link copy
37 : 30

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

30-37 ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه الله رزق فراخوي، چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغه كې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې ایمان راوړي info
التفاسير:

external-link copy
38 : 30

فَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰى حَقَّهٗ وَالْمِسْكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

30-38 نو ته رشته دار ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته، دغه د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دي چې د الله مخ غواړي، اوهمدغه خلق پوره كامیاب دي info
التفاسير:

external-link copy
39 : 30

وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ رِّبًا لِّیَرْبُوَاۡ فِیْۤ اَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا یَرْبُوْا عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— وَمَاۤ اٰتَیْتُمْ مِّنْ زَكٰوةٍ تُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُضْعِفُوْنَ ۟

30-39 او هغه څه چې تاسو يې وركوئ، چې له سوده څخه وي، د دې لپاره چې د خلقو په مالونو كې زیات شي، نو د الله په نېز دغه نه زیاتېږي او هغه څه چې تاسو يې وركوئ چې له زكاته وي، په داسې حال كې چې تاسو د الله مخ غواړئ،نو همدغه كسان ډېر زیاتوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
40 : 30

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— هَلْ مِنْ شُرَكَآىِٕكُمْ مَّنْ یَّفْعَلُ مِنْ ذٰلِكُمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰى عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠

30-40 الله هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړئ، بیا هغه تاسو ته روزي دركړه، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو ژوندي كوي، ایا ستاسو په شریكانو كې كوم یو شته چې په دغو (كارونو) كې څه شى كولى شي؟ هغه (الله) ته پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له دې نه چې دوى ورسره شریك نیسي info
التفاسير:

external-link copy
41 : 30

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَیْدِی النَّاسِ لِیُذِیْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

30-41 په وچه او لونده (بر او بحر) كې فساد خور شو، په سبب د هغو (عملونو) چې د خلقو لاسونو كړي دي، د دې لپاره چې هغه (الله) په دوى ځینې برخه (د سزا) د هغو عملونو وڅكوي چې دوى كړي دي، د دې لپاره چې دوى راواپس شي info
التفاسير:

external-link copy
42 : 30

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلُ ؕ— كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّشْرِكِیْنَ ۟

30-42 ته (دوى ته) ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، نو وګورئ چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، د هغوى اكثره مشركان وو info
التفاسير:

external-link copy
43 : 30

فَاَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّیْنِ الْقَیِّمِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ یَوْمَىِٕذٍ یَّصَّدَّعُوْنَ ۟

30-43 نو ته خپل مخ ډېر نېغ (سم) دین ته برابر او قايم وساته له دې نه مخكې چې هغه ورځ راشي چې د الله له جانبه هغې ته بېرته ګرځېدل (ګرځول) نشته، په دغې ورځ كې به خلق تار په تار (بېل بېل) شي info
التفاسير:

external-link copy
44 : 30

مَنْ كَفَرَ فَعَلَیْهِ كُفْرُهٗ ۚ— وَمَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِاَنْفُسِهِمْ یَمْهَدُوْنَ ۟ۙ

30-44 هر څوك چې كافر شو، نو په همده باندې (عذاب د) كفر د ده دى او چا چې نېك عمل وكړ، نو دوى خاص د خپلو ځانونو لپاره فرشونه غوړوي (او ځایونه تیاروي) info
التفاسير:

external-link copy
45 : 30

لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحٰتِ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْكٰفِرِیْنَ ۟

30-45 د دې لپاره چې هغه (الله) هغو كسانو ته چې ايمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي؛ له خپله فضله بدله وركړي، بېشكه هغه (الله) له كافرانو سره مینه نه كوي info
التفاسير:

external-link copy
46 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖۤ اَنْ یُّرْسِلَ الرِّیٰحَ مُبَشِّرٰتٍ وَّلِیُذِیْقَكُمْ مِّنْ رَّحْمَتِهٖ وَلِتَجْرِیَ الْفُلْكُ بِاَمْرِهٖ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

30-46 او د هغه (الله) له نښو ځنې دا دي چې هغه هواګانې رالېږي، چې زېرى وركوونكي دي، او د دې لپاره چې په تاسو له خپل رحمته ځینې (مزې)! وڅكوي او د دې لپاره چې كشتۍ د هغه په حكم سره روانې شي، او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله ولټوئ، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ info
التفاسير:

external-link copy
47 : 30

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا اِلٰى قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا ؕ— وَكَانَ حَقًّا عَلَیْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

30-47 اویقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې خپلو قومونو رسولان ته لېږلي وو، نوهغوى دوى ته په ښكاره معجزو سره راغلل، نو مونږه له هغو كسانو نه چې جرم (كفر) يې كړى و، انتقام (او بدل) واخيست او په مونږه باندې د مومنانو مدد كول حق دي info
التفاسير:

external-link copy
48 : 30

اَللّٰهُ الَّذِیْ یُرْسِلُ الرِّیٰحَ فَتُثِیْرُ سَحَابًا فَیَبْسُطُهٗ فِی السَّمَآءِ كَیْفَ یَشَآءُ وَیَجْعَلُهٗ كِسَفًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ ۚ— فَاِذَاۤ اَصَابَ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

30-48 الله هغه ذات دى چې هواګانې لېږي، نو هغه ورېځې پورته كوي، نو هغه (الله) دغه په بره كې څنګه چې وغواړي خوروي او دغه (ورېځې) ټوټه ټوټه لاندې باندې وګرځوي، بیا ته باران وینې چې د هغې (ورېځې) له مینځ نه راوځي، نو كله چې دغه (باران) هغه چا ته ورسوي چې هغه يې په خپلو بنده ګانو كې اراده كړې وي، ناڅاپه دوى ښه خوشحالي كوي info
التفاسير:

external-link copy
49 : 30

وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّنَزَّلَ عَلَیْهِمْ مِّنْ قَبْلِهٖ لَمُبْلِسِیْنَ ۟

30-49 او یقینًا دوى مخكې له دې چې په دوى دغه (باران) نازل كړى شي، له دې نه مخكې خامخا نا امېده وو info
التفاسير:

external-link copy
50 : 30

فَانْظُرْ اِلٰۤی اٰثٰرِ رَحْمَتِ اللّٰهِ كَیْفَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ لَمُحْیِ الْمَوْتٰى ۚ— وَهُوَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

30-50 نو ته د الله د رحمت نښو (او اشارو) ته وګوره، الله ځمكه د هغې له مرګ (وچ والي) نه وروسته څنګه ژوندۍ كوي، بېشكه دغه (الله) خامخا مړو لره ژوندي كوونكى دى او هغه په هر شي باندې قادر دى info
التفاسير:

external-link copy
51 : 30

وَلَىِٕنْ اَرْسَلْنَا رِیْحًا فَرَاَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوْا مِنْ بَعْدِهٖ یَكْفُرُوْنَ ۟

30-51 او قسم دى كه مونږ (د دوى په فصلونو داسې ضرري) هوا را اولېږو، بیا دوى دغه (فصل) تك زېړ وویني،(نو) خامخا دوى به له دې نه بعد شي چې كفر به كوي info
التفاسير:

external-link copy
52 : 30

فَاِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟

30-52 نو بېشكه ته مړو ته نشې اورولى او نه ته كڼو ته بلنه اورولى شې، كله چې هغوى مخ واړوي، په داسې حال كې چې شا كوونكي وي info
التفاسير:

external-link copy
53 : 30

وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِ الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟۠

30-53 او ته ړندو ته د هغوى له ګمراهۍ نه هدایت كوونكى نه يې، ته نشې اورولى مګر هغه چا ته چې زمونږ په ایتونو ایمان راوړي، نو دوى مسلمانان دي info
التفاسير:

external-link copy
54 : 30

اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ ضُؔعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضُؔعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضُؔعْفًا وَّشَیْبَةً ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیْمُ الْقَدِیْرُ ۟

30-54 الله هغه ذات دى چې تاسو يې له ضعف نه پیدا كړئ، بیا يې له كمزورۍ نه بعد قوت پیدا كړ، بیا يې له قوت نه پس كمزوري او بوډاوالى (دوېښتو سپین والى) پیدا كړ، څه چې هغه وغواړي پیدا كوي، او همغه ښه عالم، ښه قدرت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
55 : 30

وَیَوْمَ تَقُوْمُ السَّاعَةُ یُقْسِمُ الْمُجْرِمُوْنَ ۙ۬— مَا لَبِثُوْا غَیْرَ سَاعَةٍ ؕ— كَذٰلِكَ كَانُوْا یُؤْفَكُوْنَ ۟

30-55 او په هغې ورځ كې چې قیامت به قايم شي، مجرمان (كافران) به (په دې) قسم خوري چې دوى (په دنیا كې) له یو ساعت نه غیر نه دي پاتې شوي، همدارنګې به دوى ګرځولى شول info
التفاسير:

external-link copy
56 : 30

وَقَالَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ وَالْاِیْمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ اِلٰى یَوْمِ الْبَعْثِ ؗ— فَهٰذَا یَوْمُ الْبَعْثِ وَلٰكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

30-56 او هغه كسان به چې هغوى ته علم او ایمان وركړى شوى و، ووايي: یقینًا یقینًا تاسو د الله په كتاب كې د بعث (بیا راژوندي كولو) د ورځې پورې پاتې شوي یئ، نو دا د بعث، ورځ ده، او لېكن تاسو وئ چې نه پوهېدئ info
التفاسير:

external-link copy
57 : 30

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟

30-57 نو په دغې ورځ به هغو كسانو ته چې ظلم (شرك) يې كړى دى، د هغوى عذر فايده نه رسوي او نه به له دوى نه د معذرت كولو (او توبه اېستلو) غوښتنه كېږي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 30

وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؕ— وَلَىِٕنْ جِئْتَهُمْ بِاٰیَةٍ لَّیَقُوْلَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا مُبْطِلُوْنَ ۟

30-58 او یقینًا یقینًا مونږه خلقو ته په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، او قسم دى كه ته دوى ته كومه نښه (معجزه) راوړې (نو) هغه كسان به چې كافران شوي دي؛ خامخا ضرور وايي: تاسو نه يئ مګر باطل (او ناحق) ویونكي info
التفاسير:

external-link copy
59 : 30

كَذٰلِكَ یَطْبَعُ اللّٰهُ عَلٰى قُلُوْبِ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

30-59 همداسې الله د هغو كسانو په زړونو مهر لګوي چې نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
60 : 30

فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلَا یَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِیْنَ لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠

30-60 نو (اى نبي) ته صبر كوه، بېشكه د الله وعده حقه ده او تا دې له سره سپك نه كړي هغه كسان چې (په اخرت) یقین نه لري info
التفاسير: