د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

ص

external-link copy
1 : 38

صٓ وَالْقُرْاٰنِ ذِی الذِّكْرِ ۟ؕ

38-1 صاد، قسم دى په قرآن چې د نصیحت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
2 : 38

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ عِزَّةٍ وَّشِقَاقٍ ۟

38-2 بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي، په كبر او مخالفت كې دي info
التفاسير:

external-link copy
3 : 38

كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَّلَاتَ حِیْنَ مَنَاصٍ ۟

38-3 مونږه له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، نو هغوى به چغې وهلې، حال دا چې دغه وخت به د خلاصي نه و info
التفاسير:

external-link copy
4 : 38

وَعَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ ؗ— وَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟ۖۚ

38-4 او دوى په دې وجه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى ځنې یو وېروونكى راغى او كافرانو وویل: دا (پېغمبر) جادوګر دى، سخت دروغجن دى info
التفاسير:

external-link copy
5 : 38

اَجَعَلَ الْاٰلِهَةَ اِلٰهًا وَّاحِدًا ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ عُجَابٌ ۟

38-5 ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى info
التفاسير:

external-link copy
6 : 38

وَانْطَلَقَ الْمَلَاُ مِنْهُمْ اَنِ امْشُوْا وَاصْبِرُوْا عَلٰۤی اٰلِهَتِكُمْ ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ یُّرَادُ ۟ۚ

38-6 او له دوى څخه (د كفارو) مشران لاړل، چې (ویل يې:) ځئ او په خپلو معبودانو ټینګ اوسئ، بېشكه دغه (توحید) خامخا یو داسې شى دى چې غوښتنه يې كولى شي (زمونږ نه) info
التفاسير:

external-link copy
7 : 38

مَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِی الْمِلَّةِ الْاٰخِرَةِ ۖۚ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا اخْتِلَاقٌ ۟ۖۚ

38-7 مونږ دغه (توحید) په وروستي دین (نصرانیت) كې نه دى اورېدلى. نه دى دا مګر له خپله ځانه نه جوړ كړى شوي دروغ info
التفاسير:

external-link copy
8 : 38

ءَاُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ مِنْ بَیْنِنَا ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ ذِكْرِیْ ۚ— بَلْ لَّمَّا یَذُوْقُوْا عَذَابِ ۟ؕ

38-8 ایا زمونږ له مینځه په ده باندې ذكر (وحي، قرآن) نازل كړى شو! بلكې دوى زما د ذكر (قرآن) په هكله په شك كې دي بلكې لا تر اوسه دوى زما عذاب نه دى څكلى info
التفاسير:

external-link copy
9 : 38

اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِیْزِ الْوَهَّابِ ۟ۚ

38-9 ایا له دوى سره ستا د رب د رحمت خزانې دي (هغه رب) چې ډېر غالب، عطا كوونكى دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
10 : 38

اَمْ لَهُمْ مُّلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۫— فَلْیَرْتَقُوْا فِی الْاَسْبَابِ ۟

38-10 یا د دوى لپاره بادشاهي ده د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نو دوى دې په اسبابو كې وخېژي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 38

جُنْدٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُوْمٌ مِّنَ الْاَحْزَابِ ۟

38-11 (دغه) داسې لښكر ګوټى دى له لښكرو څخه، چې په دغه ځاى كې شكست وركړى شوى دى info
التفاسير:

external-link copy
12 : 38

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ ذُو الْاَوْتَادِ ۟ۙ

38-12 تكذیب كړى و له دوى نه مخكې د نوح قوم او عادیانو او فرعون چې د مېخونو والا و info
التفاسير:

external-link copy
13 : 38

وَثَمُوْدُ وَقَوْمُ لُوْطٍ وَّاَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الْاَحْزَابُ ۟

38-13 او ثمودیانو او د لوط قوم او د ځنګل والاوو، همدغه ډلې دي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 38

اِنْ كُلٌّ اِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ ۟۠

38-14 نه ده هره یوه (ډله) مګر چې د رسولانو تكذیب يې كړى دى، نو زما عذاب پرې ثابت شو info
التفاسير:

external-link copy
15 : 38

وَمَا یَنْظُرُ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً مَّا لَهَا مِنْ فَوَاقٍ ۟

38-15 او دوى انتظار نه كوي مګر د یوې داسې چغې چې د هغې لپاره بېرته ګرځېدل نشته (وقفه نشته) info
التفاسير:

external-link copy
16 : 38

وَقَالُوْا رَبَّنَا عَجِّلْ لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ یَوْمِ الْحِسَابِ ۟

38-16 او دوى ویل: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته زمونږ برخه ژر راكړه، د حساب له ورځې نه مخكې info
التفاسير:

external-link copy
17 : 38

اِصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوٗدَ ذَا الْاَیْدِ ۚ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟

38-17 ته د دوى په دغو خبرو صبر كوه او ته زمونږ بنده داود یاد كړه چې د قوت والا و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و info
التفاسير:

external-link copy
18 : 38

اِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهٗ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِشْرَاقِ ۟ۙ

38-18 بېشكه مونږ له هغه سره غرونه تابع كړي وو چې د ورځې په اخره او اوله برخه كې به يې تسبیح ویله info
التفاسير:

external-link copy
19 : 38

وَالطَّیْرَ مَحْشُوْرَةً ؕ— كُلٌّ لَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟

38-19 او مرغان مو (تابع كړي وو) په دې حال كې چې جمع كړى شوي به وو، هر یو به ده ته ښه رجوع كوونكى و info
التفاسير:

external-link copy
20 : 38

وَشَدَدْنَا مُلْكَهٗ وَاٰتَیْنٰهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ ۟

38-20 اومونږ د هغه باچاهي مضبوطه كړې وه او مونږ هغه ته حكمت او د غوڅې خبرې قوت وركړى و info
التفاسير:

external-link copy
21 : 38

وَهَلْ اَتٰىكَ نَبَؤُا الْخَصْمِ ۘ— اِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ ۟ۙ

38-21 او ایا تا ته د جګړه كوونكو خبر راغلى دى، كله چې هغوى په (دېوال د) عبادت خانې راوختل info
التفاسير:

external-link copy
22 : 38

اِذْ دَخَلُوْا عَلٰی دَاوٗدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ قَالُوْا لَا تَخَفْ ۚ— خَصْمٰنِ بَغٰی بَعْضُنَا عَلٰی بَعْضٍ فَاحْكُمْ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَاۤ اِلٰی سَوَآءِ الصِّرَاطِ ۟

38-22 كله چې دوى په داود ورننوتل، نو هغه له دوى نه ووېرېده، دوى وویل: ته مه وېرېږه! (مونږ یو) دوه جګړه كوونكې ډلې، زمونږ ځینو په ځینو نورو ظلم كړى دى، نو ته زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او زیاتى مه كوه او ته نېغې لارې ته زمونږ لار ښووونه وكړه info
التفاسير:

external-link copy
23 : 38

اِنَّ هٰذَاۤ اَخِیْ ۫— لَهٗ تِسْعٌ وَّتِسْعُوْنَ نَعْجَةً وَّلِیَ نَعْجَةٌ وَّاحِدَةٌ ۫— فَقَالَ اَكْفِلْنِیْهَا وَعَزَّنِیْ فِی الْخِطَابِ ۟

38-23 بېشكه دا زما ورور دى، د ده نهه نوي (یو كم سل) ګډې (مېږې) دي او زما یوه ګډه (مېږه) ده، نو ده وویل: ته ما د دې كفیل (مالك) وګرځوه او په خبرو كې يې په ما غلبه كړې ده info
التفاسير:

external-link copy
24 : 38

قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ اِلٰی نِعَاجِهٖ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْخُلَطَآءِ لَیَبْغِیْ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَقَلِیْلٌ مَّا هُمْ ؕ— وَظَنَّ دَاوٗدُ اَنَّمَا فَتَنّٰهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهٗ وَخَرَّ رَاكِعًا وَّاَنَابَ ۟

38-24 ده (داود) وویل: یقینًا یقینًا ده په تا ظلم كړى دى، ستا د ګډې په غوښتلو (چې یو ځاى يې كړي) له خپلو ګډو سره او بېشكه په شریكانو كې ډېر زیات (داسې وي چې) خامخا ځینې د دوى په ځینو نورو ظلم كوي، غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او دوى بېخي لږ دي. او داود یقین وكړ چې بېشكه همدا خبره ده چې مونږ هغه وازمایه، نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پرېوته، په داسې حال كې چې ركوع (او) سجده كوونكى و، او رجوع يې وكړه info
التفاسير:

external-link copy
25 : 38

فَغَفَرْنَا لَهٗ ذٰلِكَ ؕ— وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟

38-25 نو مونږ ده ته دغه (خطا) وبخښله، او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قربت دى او د ورتلو ښه ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
26 : 38

یٰدَاوٗدُ اِنَّا جَعَلْنٰكَ خَلِیْفَةً فِی الْاَرْضِ فَاحْكُمْ بَیْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوٰی فَیُضِلَّكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَضِلُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا نَسُوْا یَوْمَ الْحِسَابِ ۟۠

38-26 اى داوده! بېشكه مونږ ته په ځمكه كې خلیفه ګرځولى يې، نو ته د خلقو په مینځ كې په حقه سره فیصلې كوه او د خواهشاتو پيروي مه كوه، (ګنې) نو تا به د الله له لارې نه ګمراه كړي، بېشكه هغه كسان چې د الله له لارې نه ګمراه كېږي، د هغوى لپاره ډېر سخت عذاب دى، په سبب د دوى د هېرولو ورځې د حساب لره info
التفاسير:

external-link copy
27 : 38

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا بَاطِلًا ؕ— ذٰلِكَ ظَنُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنَ النَّارِ ۟ؕ

38-27 او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي داسې نه دي پیدا كړي، چې باطل (او عبث) دي دغه (باطل پیدا كول) د كافران شویو خلقو ګمان دى، نو دا كافران شویو خلقو لپاره له اوره هلاكت (او عذاب) دى info
التفاسير:

external-link copy
28 : 38

اَمْ نَجْعَلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَالْمُفْسِدِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— اَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِیْنَ كَالْفُجَّارِ ۟

38-28 ایا مونږ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په ځمكه كې د فساد كوونكو په شان وګرځوو؟ ایا مونږ به متقیان د فاجرانو (بدكارانو) په شان وګرځوو؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 38

كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ مُبٰرَكٌ لِّیَدَّبَّرُوْۤا اٰیٰتِهٖ وَلِیَتَذَكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟

38-29 (دغه قرآن) كتاب دى چې مونږه تا ته نازل كړى دى، بركتناك دى، د دې لپاره چې دوى د ده په ایتونو كې فكر وكړي او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو والا ترې پند واخلي info
التفاسير:

external-link copy
30 : 38

وَوَهَبْنَا لِدَاوٗدَ سُلَیْمٰنَ ؕ— نِعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟ؕ

38-30 او مونږ داود ته سليمان عطا كړ، (هغه) ښه بنده و، بېشكه چې هغه ډېر رجوع كوونكى و info
التفاسير:

external-link copy
31 : 38

اِذْ عُرِضَ عَلَیْهِ بِالْعَشِیِّ الصّٰفِنٰتُ الْجِیَادُ ۟ۙ

38-31 كله چې ده ته د ورځې په اخر كې هغه ګړندي خاص اسونه وړاندې كړى شول چې په درې پښو ودرېږي info
التفاسير:

external-link copy
32 : 38

فَقَالَ اِنِّیْۤ اَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَیْرِ عَنْ ذِكْرِ رَبِّیْ ۚ— حَتّٰی تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ ۟۫

38-32 نو ده ویل: بېشكه ما د دغه مال محبت محبوب ګڼلى دى د خپل رب د یاد په وجه، تر دې چې (دغه اسونه) په پرده كې پټ شول info
التفاسير:

external-link copy
33 : 38

رُدُّوْهَا عَلَیَّ ؕ— فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوْقِ وَالْاَعْنَاقِ ۟

38-33 تاسو دغه ما ته بېرته راولئ، نو شروع شو چې په پنډيو او څټونو يې لاس راښكه info
التفاسير:

external-link copy
34 : 38

وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَیْمٰنَ وَاَلْقَیْنَا عَلٰی كُرْسِیِّهٖ جَسَدًا ثُمَّ اَنَابَ ۟

38-34 او یقینًا یقینًا مونږ سلیمان وازمایه، او د ده په كرسۍ مو یو جسد وغورځاوه، بیا ده رجوع وكړه info
التفاسير:

external-link copy
35 : 38

قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَهَبْ لِیْ مُلْكًا لَّا یَنْۢبَغِیْ لِاَحَدٍ مِّنْ بَعْدِیْ ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ ۟

38-35 ده وویل: اى زما ربه! ته ما وبخښه او ما ته داسې باچاهي راكړه چې له ما نه پس د چا لپاره هم مناسب نه وي، بېشكه هم ته ښه عطا كوونكى يې info
التفاسير:

external-link copy
36 : 38

فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّیْحَ تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖ رُخَآءً حَیْثُ اَصَابَ ۟ۙ

38-36 نو مونږ د ده لپاره هوا مسخره كړه چې د ده په امر سره به چلېدله نرمه نرمه، چېرته چې به ده اراده وكړه info
التفاسير:

external-link copy
37 : 38

وَالشَّیٰطِیْنَ كُلَّ بَنَّآءٍ وَّغَوَّاصٍ ۟ۙ

38-37 (مونږ تابع كړي وو د ده لپاره) پېریان هر ښه معمار او ښه غوټه وهونكى info
التفاسير:

external-link copy
38 : 38

وَّاٰخَرِیْنَ مُقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟

38-38 او نور (پېریان) چې په ځنځيرونو كې له یو بل سره تړل شوي وو info
التفاسير:

external-link copy
39 : 38

هٰذَا عَطَآؤُنَا فَامْنُنْ اَوْ اَمْسِكْ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟

38-39 دا زمونږ عطا ده، نو ته احسان كوه، يا يې وساته، بې له حسابه info
التفاسير:

external-link copy
40 : 38

وَاِنَّ لَهٗ عِنْدَنَا لَزُلْفٰی وَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟۠

38-40 او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قرب دى، او (په اخرت كې) د ورتلو ښه ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
41 : 38

وَاذْكُرْ عَبْدَنَاۤ اَیُّوْبَ ۘ— اِذْ نَادٰی رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَسَّنِیَ الشَّیْطٰنُ بِنُصْبٍ وَّعَذَابٍ ۟ؕ

38-41 او ته زمونږ بنده ایوب یاد كړه، كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې بېشكه ما ته شیطان ایذا او تكلیف رارسولى دى info
التفاسير:

external-link copy
42 : 38

اُرْكُضْ بِرِجْلِكَ ۚ— هٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌ وَّشَرَابٌ ۟

38-42 ته (ځمكه) په خپلې پښې سره ووهه، دغه یخ غسلځاى دى، او د څښلو اوبه دي info
التفاسير:

external-link copy
43 : 38

وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اَهْلَهٗ وَمِثْلَهُمْ مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟

38-43 او مونږ ده ته د ده اهل وركړ او له دوى سره د دوى په مثل (نور هم) له خپل جانب نه د رحمت له وجې او عقلمندو ته د نصیحت لپاره info
التفاسير:

external-link copy
44 : 38

وَخُذْ بِیَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِّهٖ وَلَا تَحْنَثْ ؕ— اِنَّا وَجَدْنٰهُ صَابِرًا ؕ— نِّعْمَ الْعَبْدُ ؕ— اِنَّهٗۤ اَوَّابٌ ۟

38-44 او ته په خپل لاس سره جارو ونیسه، نو په هغې سره وهل وكړه او مه حانث كېږه، بېشكه مونږ هغه صابر ومونده، (هغه) ښه سړى و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و info
التفاسير:

external-link copy
45 : 38

وَاذْكُرْ عِبٰدَنَاۤ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ اُولِی الْاَیْدِیْ وَالْاَبْصَارِ ۟

38-45 او ته زمونږ بنده ګان ابراهیم، او اسحٰق او یعقوب یاد كړه چې د (عمل د) قوت او (حق ليدونكو) سترګو خاوندان وو info
التفاسير:

external-link copy
46 : 38

اِنَّاۤ اَخْلَصْنٰهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَی الدَّارِ ۟ۚ

38-46 بېشكه مونږ دوى په یو خالص خوى سره خالص كړي دي چې هغه د اخرت یادول دي info
التفاسير:

external-link copy
47 : 38

وَاِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَیْنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ

38-47 او بېشكه دوى زمونږ، په نیز خامخا له غوره كړى شویو، بهترو خلقو ځنې دي info
التفاسير:

external-link copy
48 : 38

وَاذْكُرْ اِسْمٰعِیْلَ وَالْیَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ ؕ— وَكُلٌّ مِّنَ الْاَخْیَارِ ۟ؕ

38-48 او ته اسماعیل او الیسع او ذوالكفل یاد كړه، دغه هر یو د خیر او بهترۍ والا وو info
التفاسير:

external-link copy
49 : 38

هٰذَا ذِكْرٌ ؕ— وَاِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ لَحُسْنَ مَاٰبٍ ۟ۙ

38-49 دا پند دى، او بېشكه د متقیانو لپاره خامخا د ورتلو ښه ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
50 : 38

جَنّٰتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْاَبْوَابُ ۟ۚ

38-50 چې د همېشه استوګنې جنتونه دي، په داسې حال كې چې د دوى لپاره يې دروازې ښې پرانستې دي info
التفاسير:

external-link copy
51 : 38

مُتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِیْرَةٍ وَّشَرَابٍ ۟

38-51 په دغو كې به تكیه وهلي وي، په دغو (جنتونو) كې به دوى ډېرې مېوې او مشروب راغواړي info
التفاسير:

external-link copy
52 : 38

وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ اَتْرَابٌ ۟

38-52 او له دوى سره به د نظر رامنع كوونكې همځولې ښځې وي info
التفاسير:

external-link copy
53 : 38

هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟

38-53 دا (ثواب او نعمتونه) هغه څه دي چې تاسو ته يې د حساب د ورځې لپاره وعده دركولى شي info
التفاسير:

external-link copy
54 : 38

اِنَّ هٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهٗ مِنْ نَّفَادٍ ۟ۚۖ

38-54 بېشكه دا خامخا زمونږ داسې رزق دى، چې ده لره هېڅ خلاصېدل نشته info
التفاسير:

external-link copy
55 : 38

هٰذَا ؕ— وَاِنَّ لِلطّٰغِیْنَ لَشَرَّ مَاٰبٍ ۟ۙ

38-55 دغه (د مومنانو حال) دى او بېشكه د سركشانو لپاره خامخا د ورتلو ډېر بد ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
56 : 38

جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلَوْنَهَا ۚ— فَبِئْسَ الْمِهَادُ ۟

38-56 چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي، نو هغه بده بستره ده info
التفاسير:

external-link copy
57 : 38

هٰذَا ۙ— فَلْیَذُوْقُوْهُ حَمِیْمٌ وَّغَسَّاقٌ ۟ۙ

38-57 دغه اېشېدلې اوبه او زوې دي، نو دوى دې دا وڅَكي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 38

وَّاٰخَرُ مِنْ شَكْلِهٖۤ اَزْوَاجٌ ۟ؕ

38-58 او بل (عذاب) دى له دغه قسم نه، څو قسمه info
التفاسير:

external-link copy
59 : 38

هٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ ۚ— لَا مَرْحَبًا بِهِمْ ؕ— اِنَّهُمْ صَالُوا النَّارِ ۟

38-59 دغه یوه ډله ده چې له تاسو سره په ډېر تكلیف سره ننوتونكي دي، دوى ته دې هېڅ خوشالي نه وي، بېشكه دوى اور ته داخلېدونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
60 : 38

قَالُوْا بَلْ اَنْتُمْ ۫— لَا مَرْحَبًا بِكُمْ ؕ— اَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوْهُ لَنَا ۚ— فَبِئْسَ الْقَرَارُ ۟

38-60 هغوى به ووايي: بلكې تاسو چې یئ، تاسو ته دې هېڅ خوشالي نه وي، تاسو دغه (عذاب) مونږ ته راوړاندې كړى دى، نو دا (دوزخ) بد قرار ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
61 : 38

قَالُوْا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا هٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِی النَّارِ ۟

38-61 دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! چا چې مونږ ته دا راوړاندې كړى دى، نو ته هغه ته په اور كې عذاب دوه چنده ورزیات كړه info
التفاسير:

external-link copy
62 : 38

وَقَالُوْا مَا لَنَا لَا نَرٰی رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِّنَ الْاَشْرَارِ ۟ؕ

38-62 او دوى به ووايي: پر مونږ څه شوي دي چې مونږ هغه سړي نه وینو چې مونږ به هغوى له اشرارو (بدترو خلقو) ځنې شمېرل؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 38

اَتَّخَذْنٰهُمْ سِخْرِیًّا اَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْاَبْصَارُ ۟

38-63 ایا مونږ هغوى په مسخرو سره نیولې وو، یا كه له هغوى نه زمونږ سترګې كږې شوې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
64 : 38

اِنَّ ذٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ اَهْلِ النَّارِ ۟۠

38-64 بېشكه دغه خامخا حق دي، یعنې (دا) د دوزخیانو خپل مینځې جګړه كول info
التفاسير:

external-link copy
65 : 38

قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مُنْذِرٌ ۖۗ— وَّمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟ۚ

38-65 ته (دوى ته) ووایه: زه خو بس وېروونكى یم، او نشته دى حق معبود غیر له الله نه چې یو او ډېر غلبې والا دى info
التفاسير:

external-link copy
66 : 38

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ ۟

38-66 چې رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر غالب، ښه بخښونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
67 : 38

قُلْ هُوَ نَبَؤٌا عَظِیْمٌ ۟ۙ

38-67 ته (دوى ته) ووایه: دغه (قرآن) ډېر لوى خبر دى info
التفاسير:

external-link copy
68 : 38

اَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُوْنَ ۟

38-68 تاسو له ده نه مخ ګرځوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 38

مَا كَانَ لِیَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَاِ الْاَعْلٰۤی اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ ۟

38-69 ما ته د ملَاِ اعلٰى (لوړ مجلس) په باره كې هېڅ علم نشته، كله چې دوى په خپل مینځ كې اختلاف كوي info
التفاسير:

external-link copy
70 : 38

اِنْ یُّوْحٰۤی اِلَیَّ اِلَّاۤ اَنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

38-70 ما ته وحي نه كېږي مګر د دې چې بېشكه همدا خبره ده چې زه ښكاره وېروونكى یم info
التفاسير:

external-link copy
71 : 38

اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ طِیْنٍ ۟

38-71 كله چې ستا رب ملايكو ته وویل چې بېشكه زه له خَټې نه د یو بشر پیدا كوونكى یم info
التفاسير:

external-link copy
72 : 38

فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟

38-72 نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل (پيدا كړي) روح نه پو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، چې سجده كوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 38

فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ

38-73 نو ملايكو ټولو سجده وكړه info
التفاسير:

external-link copy
74 : 38

اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اِسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

38-74 غیر له ابلیس نه، هغه لويي وكړه او شو له كافرانو څخه info
التفاسير:

external-link copy
75 : 38

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا مَنَعَكَ اَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِیَدَیَّ ؕ— اَسْتَكْبَرْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِیْنَ ۟

38-75 (الله) وویل: اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى ؟ ایا تا لويي وكړه، یا ته (له شروع نه) د لوړو اوچتو خلقو ځنې يې؟ info
التفاسير:

external-link copy
76 : 38

قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ؕ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟

38-76 هغه وویل: زه له ده نه ډېر غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خټې نه پیدا كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
77 : 38

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙۖ

38-77 (الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه ووځه، پس بېشكه ته رټل شوى يې info
التفاسير:

external-link copy
78 : 38

وَّاِنَّ عَلَیْكَ لَعْنَتِیْۤ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

38-78 او بېشكه په تا باندې د بدلې تر ورځې پورې زما لعنت دى info
التفاسير:

external-link copy
79 : 38

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

38-79 هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته تر هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې دوى (خلق) به بیا راژوندي كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
80 : 38

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

38-80 الله وویل: پس بېشكه ته له مهلت وركړى شویو څخه يې info
التفاسير:

external-link copy
81 : 38

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

38-81 د معلوم وخت تر ورځې پورې info
التفاسير:

external-link copy
82 : 38

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

38-82 ده وویل: نو قسم ستا پر عزت! چې خامخا ضرور به زه دوى ټول ګمراه كوم info
التفاسير:

external-link copy
83 : 38

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

38-83 مګر په دوى كې ستا هغه بنده ګان چې خالص كړى شوي دي info
التفاسير:

external-link copy
84 : 38

قَالَ فَالْحَقُّ ؗ— وَالْحَقَّ اَقُوْلُ ۟ۚ

38-84 الله وویل: پس حقه خبره دا ده، او زه حقه خبره كوم info
التفاسير:

external-link copy
85 : 38

لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنْكَ وَمِمَّنْ تَبِعَكَ مِنْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

38-85 چې خامخا ضرور به زه جهنم ډكوم له تا نه او له هغه چا نه چې په دوى كې ستا پیروي وكړي، له ټولو نه info
التفاسير:

external-link copy
86 : 38

قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ وَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِیْنَ ۟

38-86 ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم او زه له تكلف كوونكو څخه نه یم info
التفاسير:

external-link copy
87 : 38

اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟

38-87 نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت info
التفاسير:

external-link copy
88 : 38

وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَاَهٗ بَعْدَ حِیْنٍ ۟۠

38-88 او خامخا ضرور به تاسو څه وخت وروسته د ده په خبر عالمان شئ info
التفاسير: