Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: غافر   آیت:
قَالُوْۤا اَوَلَمْ تَكُ تَاْتِیْكُمْ رُسُلُكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ ؕ— قَالُوْا بَلٰی ؕ— قَالُوْا فَادْعُوْا ۚ— وَمَا دُعٰٓؤُا الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟۠
40-50 دوى به (په جواب كې) ووايي: ایا تاسو ته به ستاسو رسولان په واضحو دلیلونو سره نه راتلل؟ دوى (دوزخیان) به ووايي: ولې نه (نو) دوى (د دوزخ نګرانان) به ووايي، پس تاسو (پخپله) دعا وكړئ او د كافرانو دعا نه ده مګر په ضیاع كې
عربي تفسیرونه:
اِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَیَوْمَ یَقُوْمُ الْاَشْهَادُ ۟ۙ
40-51 بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي
عربي تفسیرونه:
یَوْمَ لَا یَنْفَعُ الظّٰلِمِیْنَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ ۟
40-52 په هغې ورځې كې چې ظالمانو (مشركانو) ته به د هغوى معذرت هېڅ نفع نه رسوي او د همدوى لپاره لعنت دى او د همدوى لپاره بد كور (دوزخ) دى
عربي تفسیرونه:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْهُدٰی وَاَوْرَثْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْكِتٰبَ ۟ۙ
40-53 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته هدایت (تورات) وركړى و او بني اسرائیلو ته مو كتاب میراث وركړ
عربي تفسیرونه:
هُدًی وَّذِكْرٰی لِاُولِی الْاَلْبَابِ ۟
40-54 په داسې حال كې چې د خالصو عقلونو والاو ته هدایت او پند و
عربي تفسیرونه:
فَاصْبِرْ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِالْعَشِیِّ وَالْاِبْكَارِ ۟
40-55 نو (اى نبي) ته صبر وكړه! بېشكه د الله وعده حقه ده او د خپلې ګناه لپاره بخښنه وغواړه او د ورځې په اخره او اوله برخه كې د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه
عربي تفسیرونه:
اِنَّ الَّذِیْنَ یُجَادِلُوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ بِغَیْرِ سُلْطٰنٍ اَتٰىهُمْ ۙ— اِنْ فِیْ صُدُوْرِهِمْ اِلَّا كِبْرٌ مَّا هُمْ بِبَالِغِیْهِ ۚ— فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟
40-56 بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، بې له داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، د دوى په سینو كې نه دى مګر كبر چې دوى دغه (د كبر مقتضا) ته رسېدونكي نه دي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
عربي تفسیرونه:
لَخَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
40-57 یقینًا د اسمانونو او ځمكې پیدا كول د خلقو له پیدا كولو نه ډېر لوى دي او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
عربي تفسیرونه:
وَمَا یَسْتَوِی الْاَعْمٰی وَالْبَصِیْرُ ۙ۬— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَلَا الْمُسِیْٓءُ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟
40-58 او ړوند او بینا سره نه برابرېږي او نه هم هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او بدكاره (سره نه برابرېږي) تاسو ډېر لږ نصیحت اخلئ
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: غافر
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول