Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: شوری   آیت:
وَتَرٰىهُمْ یُعْرَضُوْنَ عَلَیْهَا خٰشِعِیْنَ مِنَ الذُّلِّ یَنْظُرُوْنَ مِنْ طَرْفٍ خَفِیٍّ ؕ— وَقَالَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ الْخٰسِرِیْنَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَاَهْلِیْهِمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ فِیْ عَذَابٍ مُّقِیْمٍ ۟
42-45 او ته به دوى وینې چې په دغه (اور) به پیش كولى شي، په داسې حال كې چې د ذلت په وجه به وېرېدونكي وي، دوى به د سترګو له ګوټونو نه ګوري او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: بېشكه تاوانیان خو هغه كسان وي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځان او خپلې كورنۍ ته تاوان ورساوه، خبردار شئ! بېشكه ظالمان به په دايمي (همېشني) عذاب كې وي
عربي تفسیرونه:
وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ اَوْلِیَآءَ یَنْصُرُوْنَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ سَبِیْلٍ ۟ؕ
42-46 او د دغو لپاره به هیڅوك دوستان نه وي چې له الله نه غیر له دوى سره مدد وكړي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي نو د ده لپاره هېڅ لاره نشته
عربي تفسیرونه:
اِسْتَجِیْبُوْا لِرَبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ مَّلْجَاٍ یَّوْمَىِٕذٍ وَّمَا لَكُمْ مِّنْ نَّكِیْرٍ ۟
42-47 تاسو د خپل رب حكم ومنئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې د الله له طرفه هغې لره هېڅ رد (او ګرځول) نشته، په دغه ورځ كې به تاسو لپاره هېڅ پناه ځاى نه وي او نه به څه انكار وي
عربي تفسیرونه:
فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ؕ— اِنْ عَلَیْكَ اِلَّا الْبَلٰغُ ؕ— وَاِنَّاۤ اِذَاۤ اَذَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَاِنَّ الْاِنْسَانَ كَفُوْرٌ ۟
42-48 نو كه دوى مخ وګرځوي، نو ته مونږ په دوى باندې نګران نه يې لېږلى، په تا خو يواځې تبلیغ كول دي، بېشكه مونږ كله چې په انسان له خپل جانب نه رحمت وڅكوو (نو) هغه په ده سره خوشحاله شي او كه چېرې دوى ته تكلیف ورسېږي په سبب د هغو (ګناهونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي بیا خو دغه انسان یقینًا ډېر ناشكره دى
عربي تفسیرونه:
لِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— یَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ اِنَاثًا وَّیَهَبُ لِمَنْ یَّشَآءُ الذُّكُوْرَ ۟ۙ
42-49 خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، څه چې وغواړي هغه پیدا كوي چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي
عربي تفسیرونه:
اَوْ یُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَّاِنَاثًا ۚ— وَیَجْعَلُ مَنْ یَّشَآءُ عَقِیْمًا ؕ— اِنَّهٗ عَلِیْمٌ قَدِیْرٌ ۟
42-50 یا دوى ته هلكان او جینكۍ جمع كوي (دواړه وركوي) او چا ته چې وغواړي شنډ (او) شنډه يې وګرځوي، بېشكه هغه، ښه عالم، ښه قادر دى
عربي تفسیرونه:
وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ اَنْ یُّكَلِّمَهُ اللّٰهُ اِلَّا وَحْیًا اَوْ مِنْ وَّرَآئِ حِجَابٍ اَوْ یُرْسِلَ رَسُوْلًا فَیُوْحِیَ بِاِذْنِهٖ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ عَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟
42-51 او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره، یا له پردې نه شا ته، یا استاځى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره ورسوي هغه چې هغه (الله) يې غواړي، بېشكه دى، ډېر اوچت، ښه حكمت والا دى
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: شوری
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول