د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

external-link copy
10 : 42

وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِیْهِ مِنْ شَیْءٍ فَحُكْمُهٗۤ اِلَی اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبِّیْ عَلَیْهِ تَوَكَّلْتُ ۖۗ— وَاِلَیْهِ اُنِیْبُ ۟

42-10 او هر هغه شى چې تاسو په هغه كې اختلاف وكړئ، نو د هغه حكم (فیصله) الله ته ده، دغه الله زما رب دى، خاص په ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زه رجوع كوم info
التفاسير: