Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: احقاف   آیت:

احقاف

حٰمٓ ۟ۚ
46-1 حا، ميم
عربي تفسیرونه:
تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟
46-2 د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
عربي تفسیرونه:
مَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَمَّاۤ اُنْذِرُوْا مُعْرِضُوْنَ ۟
46-3 مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نه دي پیدا كړي مګر په حقه او په ټاكلې مودې سره او كافران شوي كسان له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي
عربي تفسیرونه:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ ؕ— اِیْتُوْنِیْ بِكِتٰبٍ مِّنْ قَبْلِ هٰذَاۤ اَوْ اَثٰرَةٍ مِّنْ عِلْمٍ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
46-4 ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته د هغو (معبودانو) خبر راكړئ چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ دوى په ځمكه كې څه پیدا كړي دي؟ یا دوى لره په (پیدا كولو د) اسمانونو كې څه شراكت شته؟ تاسو ما ته له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب راوړئ، یا له علمه څه باقي علامه، كه تاسو رښتيني یئ
عربي تفسیرونه:
وَمَنْ اَضَلُّ مِمَّنْ یَّدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَنْ لَّا یَسْتَجِیْبُ لَهٗۤ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَآىِٕهِمْ غٰفِلُوْنَ ۟
46-5 او له هغه كس نه زيات ګمراه څوك دى چې له الله نه غیر هغه (معبودان) بلي چې د ده دعا (سوال) تر قیامته پورې نشي قبلولى، په داسې حال كې چې دغه (معبودان) به د دوى له بلنې نه غافله (بې خبره) وي
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: احقاف
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول