Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: فتح   آیت:

فتح

اِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِیْنًا ۟ۙ
48-1 بېشكه مونږ تا ته فتح دركړې ده، ښكاره فتح
عربي تفسیرونه:
لِّیَغْفِرَ لَكَ اللّٰهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْۢبِكَ وَمَا تَاَخَّرَ وَیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ وَیَهْدِیَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ۙ
48-2 د دې لپاره چې الله تا ته ستا هغه ګناهونه وبخښي چې مخكې تېرې شوي دي او هغه چې وروسته دي او په تا باندې خپل نعمتونه پوره كړي او تا ته نېغه لاره وښيي
عربي تفسیرونه:
وَّیَنْصُرَكَ اللّٰهُ نَصْرًا عَزِیْزًا ۟
48-3 او د دې لپاره چې الله ستا مدد وكړي، زبردست مدد كول
عربي تفسیرونه:
هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ فِیْ قُلُوْبِ الْمُؤْمِنِیْنَ لِیَزْدَادُوْۤا اِیْمَانًا مَّعَ اِیْمَانِهِمْ ؕ— وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟ۙ
48-4 دغه (الله) هغه ذات دى چې د مومنانو په زړونو كې يې سكون (اطمینان) نازل كړ، د دې لپاره چې دوى د خپل (مخكیني) ایمان سره د ایمان په لحاظ نور ورزیات شي او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
عربي تفسیرونه:
لِّیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَیُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عِنْدَ اللّٰهِ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟ۙ
48-5 د دې لپاره چې هغه مومنان سړي او مومنې ښځې داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي او (د دې لپاره چې) هغه (الله) له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي، او دغه د الله په نیز ډېره لویه كامیابي ده
عربي تفسیرونه:
وَّیُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ الظَّآنِّیْنَ بِاللّٰهِ ظَنَّ السَّوْءِ ؕ— عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ ۚ— وَغَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَاَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟
48-6 او د دې لپاره چې منافقو سړیو او منافقو ښځو او مشركو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي، هغه چې په الله باندې ګمان كوونكي دي، بدګمان، په دوى دې د بدۍ راګرځېدل وي، او الله په دوى باندې غضب كړى دى او په دوى يې لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې جهنم تیار كړى دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
عربي تفسیرونه:
وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟
48-7 او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله له ازله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
عربي تفسیرونه:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّمُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۙ
48-8 بېشكه مونږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې
عربي تفسیرونه:
لِّتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتُعَزِّرُوْهُ وَتُوَقِّرُوْهُ ؕ— وَتُسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟
48-9 د دې لپاره چې تاسو (اى خلقو!) په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او د هغه (الله) مدد وكړئ او د هغه تعظیم وكړئ او سبا او بېګا د هغه تسبیح بیان كړئ
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: فتح
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول