Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: رحمن   آیت:
فِیْهِنَّ خَیْرٰتٌ حِسَانٌ ۟ۚ
55-70 په دغو (جنتونو) كې ډېرې غوره (نېك سیرتې) ډېرې ښكلې حورې دي
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
55-71 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
عربي تفسیرونه:
حُوْرٌ مَّقْصُوْرٰتٌ فِی الْخِیَامِ ۟ۚ
55-72 په خېمو كې محفوظې ساتلې شوې حورې به وي
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
55-73 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
عربي تفسیرونه:
لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ
55-74 چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه انسان لاس وروړى وي او نه پېري
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
55-75 نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
عربي تفسیرونه:
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَّعَبْقَرِیٍّ حِسَانٍ ۟ۚ
55-76 په داسې حال كې چې تكیه كوونكي به وي په شین رنګه بالښتونو او په ډېرو نفیسو ښكلو فرشونو باندې
عربي تفسیرونه:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
55-77نو تاسو د خپل رب په نعمتونو كې د كوم یوه تكذیب كوئ
عربي تفسیرونه:
تَبٰرَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِی الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟۠
55-78 ډېر بركتي دى ستا د رب نوم، چې د جلال او د اكرام (عزت وركولو) والا دى
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: رحمن
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول