د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

external-link copy
57 : 6

قُلْ اِنِّیْ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَكَذَّبْتُمْ بِهٖ ؕ— مَا عِنْدِیْ مَا تَسْتَعْجِلُوْنَ بِهٖ ؕ— اِنِ الْحُكْمُ اِلَّا لِلّٰهِ ؕ— یَقُصُّ الْحَقَّ وَهُوَ خَیْرُ الْفٰصِلِیْنَ ۟

6-57 ته ووایه: بېشكه زه په ښكاره دلیل باندې ولاړ یم چې زما د رب له جانبه دى او تاسو د هغهٔ تكذیب كړى دى، ما سره هغه شى نشته چې تاسو يې په تلوار سره غواړئ، حكم (د فيصلې اختيار) يواځې له الله سره دى، هغه حق بیانوي او هغه ډېر غوره فیصله كوونكى دى info
التفاسير: