Check out the new design

د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا * - د ژباړو فهرست (لړلیک)


د معناګانو ژباړه سورت: توبه   آیت:
وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَّكُفْرًا وَّتَفْرِیْقًا بَیْنَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَاِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ مِنْ قَبْلُ ؕ— وَلَیَحْلِفُنَّ اِنْ اَرَدْنَاۤ اِلَّا الْحُسْنٰی ؕ— وَاللّٰهُ یَشْهَدُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
9-107 او هغه خلق چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او د هغه له رسول سره جنګ كړى دى او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
عربي تفسیرونه:
لَا تَقُمْ فِیْهِ اَبَدًا ؕ— لَمَسْجِدٌ اُسِّسَ عَلَی التَّقْوٰی مِنْ اَوَّلِ یَوْمٍ اَحَقُّ اَنْ تَقُوْمَ فِیْهِ ؕ— فِیْهِ رِجَالٌ یُّحِبُّوْنَ اَنْ یَّتَطَهَّرُوْا ؕ— وَاللّٰهُ یُحِبُّ الْمُطَّهِّرِیْنَ ۟
9-108 ته په دغه (جومات) كې هیڅكله هم مه ودرېږه، یقینًا هغه جومات چې بنیاد يې له اولې ورځې نه پر تقویٰ ایښودل شوى دى؛ ډېر لايق دى د دې چې ته په كې ودرېږې، په دې (جومات) كې داسې سړي دي چې ښه پاك اوسېدل خوښوي او الله ښه پاك اوسېدونكي خوښوي
عربي تفسیرونه:
اَفَمَنْ اَسَّسَ بُنْیَانَهٗ عَلٰی تَقْوٰی مِنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانٍ خَیْرٌ اَمْ مَّنْ اَسَّسَ بُنْیَانَهٗ عَلٰی شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهٖ فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
9-109 ایا نو هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د الله په تقویٰ او رضامندۍ باندې ایښى دى، غوره دى، یا هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د نړېدونكې كندې (پانډ) په غاړه ایښى دى، بيا هغه د جهنم په اور كې له هغه سره ونړېږي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
عربي تفسیرونه:
لَا یَزَالُ بُنْیَانُهُمُ الَّذِیْ بَنَوْا رِیْبَةً فِیْ قُلُوْبِهِمْ اِلَّاۤ اَنْ تَقَطَّعَ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟۠
9-110 د دوى هغه ابادي چې دوى جوړه كړې ده ؛ همېشه به د دوى په زړونو كې د شك سبب وي مګر دا چې د دوى زړونه ټوټې ټوټې شي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
عربي تفسیرونه:
اِنَّ اللّٰهَ اشْتَرٰی مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اَنْفُسَهُمْ وَاَمْوَالَهُمْ بِاَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ؕ— یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَیَقْتُلُوْنَ وَیُقْتَلُوْنَ ۫— وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا فِی التَّوْرٰىةِ وَالْاِنْجِیْلِ وَالْقُرْاٰنِ ؕ— وَمَنْ اَوْفٰی بِعَهْدِهٖ مِنَ اللّٰهِ فَاسْتَبْشِرُوْا بِبَیْعِكُمُ الَّذِیْ بَایَعْتُمْ بِهٖ ؕ— وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
9-111 بېشكه الله له مومنانو نه د هغوى ځانونه او د هغوى مالونه اخيستي دي په بدل د دې كې چې یقینًا د دوى لپاره جنت دى، دوى د الله په لاره كې جنګ كوي، نو وژل كوي او وژلى شي، دا په تورات او انجیل او قرآن كې د هغه په ذمه حقه وعده ده او له الله نه په خپلې وعدې باندې زیات ښه وفا كوونكى (بل) څوك دى؟ نو تاسو په خپلې هغې سودا باندې ښه خوشاله شئ چې تاسو له هغه (الله) سره كړې ده او همدغه ډېر لوى برى دى
عربي تفسیرونه:
 
د معناګانو ژباړه سورت: توبه
د سورتونو فهرست (لړلیک) د مخ نمبر
 
د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا - د ژباړو فهرست (لړلیک)

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلی دی.

بندول